پیلوټان، د هوايي چلند اجرائیوي رئیسان او وکیلان وایي، پداسې حال کې چې زیات شمیر الوتکو د نړیوالو پروازونو په ترڅ کې د افغانستان له فضا څخه تیریدو ته مخه کړې، هوايي شرکتونه افغان مقاماتو ته د تادیاتو لپاره د دریمې شبکې څخه کار اخلي چې پدې توګه قانوني لانجې او د پیسو مینځلو خطر رامنځته کوي.
په منځني ختیځ کې د کړکیچ له امله تیر کال کې ډیرو هوایی شرکتونو د افغانستان له فضا څخه الوتنې پیل کړې او پدې توګه د هوایی چلند تنظیم کونکو د افغانستان د هوایی حریم د کارولو په اړه خپل دریځ نرم کړی دی.
طالبانو په څرګنده ویلي چې دا کار د الوتنو د تادیاتو د زیاتوالي لامل شوی؛ هغه تادیات چې د هیوادونه هوایي شرکتونه یې معمولا د افغانستان د هوایی حریم څخه د تیریدو د خدماتو لپاره ورکوي.
خو، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د هوايي چلند مقاماتو ته ددې پیسو ورکولو پروسه په بهر کې د افغانستان د دولتي بانکي حسابونو د کنګل کېدو او د طالبانو په مشرانو د لویدیځ د بندیزونو له امله پیچلې شوې ده.
هغه ننګونې چې هوايي شرکتونه یې افغانستان ته ددې هیواد له فضا څخه د الوتنو د تادیاتو په ورکولو کې ورسره مخامخ دي، په کې په منځګړو تکیه او د تادیاتو د رسیدونو نشتوالی دی.
دمخه تر دې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ترلاسه کړي، د نړیوال هوايي ټرانسپورټ د ټولنې د صنعت ډلې د افغانستان د هوايي چلند ادارې په استازیتوب په بهر کې د الوتنو څخه تادیات راټولول.
د نړیوال هوايي ټرانسپورټ ټولنې (IATA) د رویټرز اژانس ته ویلي چې دا خدمات یې د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې بند کړل د افغانستان د پخواني حکومت لپاره راټول شوي میلیونونه ډالر تادیات یې په خپلو حسابونو کې کنګل کړل.
د پیلوټانو، د هوايي شرکت مقاماتو او د دریمې شبکې د تادیاتو شرکتونو په ګډون د شپږو کسانو په وینا چې په دې پروسې اګاه دي، هوايي شرکتونه او د شخصي جیټ الوتکو چلوونکي د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې ته د تادیاتو د پروسس کولو لپاره د دریمې شبکې منځګړو ته مخه کړې، چې د سفر د ملاتړ شرکتونو په نوم پیژندل کیږي.
د دریمې شبکې د جواز ځینې متخصصین نور منځګړي کاروي چې په عمده توګه په متحده عربي اماراتو کې میشت ديؤ ترڅو دغه تادیات اسانه کړي.
دې کار افغانستان ته د تادیاتو ورکړه ستونزمنه کړې ده او د مدافع وکیلانو او د بندیزونو د کارپوهانو په وینا دا کار کیدای شي دغه صنعت ته قانوني او مالیاتي خطرونه متوجه کړي.
د مثال په توګه، په برتانیا کې میشت د سفر د ملاتړ د شرکت جیټ ټیم د مالک جان بریډ په وینا د لویدیځ د سفر د ملاتړ شرکتونو هیڅکله د افغان مقاماتو څخه د افغانستان د فضا څخه د الوتنې د فیس لپاره سند نه دی ترلاسه کړی، چې د تادیاتو ورکول یې تقریبا ناممکن کړي دي.
بریډ وویل: "تر ټولو لویه ستونزه په اصل کې د بیلونو د تادیې لپاره د یوې لارې موندل دي ... تر اوسه هیچا موږ ته سند نه دی لیږلی."
د طالبانو حکومت پدې اړه د تبصرې لپاره د اژانس غوښتنې ته ځواب ونه وایه.
د الوتنو د تعقیب د معلوماتو له مخې، هغه لوی هوايي شرکتونه چې په تیر کال کې یې د افغانستان له فضا څخه کار اخیستی عبارت دي له: د جرمني لفتهانزا، ایر بالتیک، د جرمني ټي یو ای، د هالنډ کی ال ایم، د بریتانیا بریټیش ایر وی، سینګاپور ایرلین، د چین چینا ایرلین، یی وي ای ایر، ایر اینډیا، ویتنام ایرلین او یو شمیر نور.
د رویترز اژانس د پوښتنې په ځواب کې د جرمني لفتهانزا شرکت ویاند وویل دغه هوایي شرکت په بشپړه توګه اړوند بندیزونه مراعت کړي دي، خو افغانستان ته یې د خپلو تادیاتو په اړه د نورو څرګندونو څخه ډډه وکړه.
همداشان نور هوایي شرکتونو یا پدې هکله له تبصرې ډډه کړې او یا یې هم د افغانستان له فضا څخه د تیریدو د تادیاتو په اړه پوښتنې ته ځواب ندی ویلی.
افغانستان د خپل هوايي حریم څخه د تیریدو لپاره د هرې الوتکې څخه ۷۰۰ ډالر فیس اخلي. د FlightRadar24 د معلوماتو له مخې، افغانستان باید د اکتوبر، نومبر او دسمبر په میاشتو کې د الوتنو د شمیر پر بنسټ، هره میاشت نږدې ۶ میلیونه ډالر عاید درلودلی وي.
د افغانستان له فضا څخه د تیریدو لپاره هوايي شرکتونه له مشکل سره مخ دي

فورم \ دبحث خونه