د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د یو هوایي شرکت کارکوونکي یوه الوتکه غلا او بیا یې نسکوره کړله


د امریکا د متحده ایالاتو د واشنگټن ایالت د سیاټل ښار د یو هوایي شرکت یو کارکوونکي د جمعې په ورځ ناوخته یوه الوتکه غلا کړه او له الوزولو وروسته یې د "کیترون" په نامه ټاپو کې وپرزوله.

د واشنگټن ایالت پولیسو ویلي دي چې دغه کارکوونکي Q400 ډوله الوتکه د سیاټل د نړیوال هوایي ډگر نه والوزوله.

مقاماتو ویلي دي چې د هوایي ډگر د ټرافیکو د کنټرول کارکوونکو هڅه وکړه چې د الوتکې تښتونکي ته قناعت ورکړي چې الوتکه بیرته د سیاټل په هوایي ډگر کې ښکته کړي. په ثبت شوي ټایپ کې د ټرافیکو د کنترول کارکوونکو هغه شخص ته چې الوتکه یې تښتولې وه د" Rich"په نوم غږ کاوه.

په دغه ریکارډ شوي ټایپ کې د هغه شخص غږ هم اوریدل کیږي چې وایي "فقط یو مات شوی سړی یم او فکر کوم چې لیونی شوی یم."

دHorizon Airهوایي شرکت چې الوتکه یې دغه شخص وپرزوله تر اوسه ددې شخص نوم ندی په ډاگه کړی.

ایالتي پولیسو ویلي دي چې دوو اف-۱۵ جنگي الوتکو دغه غلا شوې الوتکه تعقیب کړه، خو ددې الوتکې په پرزولو کې د جنگي جت الوتکو پیلوټانو دخالت نه درلود.

پولیسو ویلي دي چې دغه الوتکه د ترهگریز عمل په ترڅ کې نده لویدلې او هغه شخص چې دا کار یې کړی "ځان وژنه یې کړې" ده.

د الوتکې د تښتونکي پرته په الوتکه کې مسافر او یا عمله نه وو سپاره.

XS
SM
MD
LG