د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن په یو زندان هوایي برید؛ څه باندې ۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په زندان د برید کولو ادعا نده کړې.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په زندان د برید کولو ادعا نده کړې.

په یمن کې د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي د صعده په ښار کې چې د حوثي یاغیانو په واک کې دی، په یو زندان هوایي برید شوی چې تر سلو ډیر کسان پکې وژل شوي او ټپي شویدي.

د دې کمیټې یو ویاند بشیر عمر د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ښایي د وژل شویو او ټپي شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړ شي.

ښاغلي عمر په دوو روغتونونو کې د ارقامو له مخې چې د سره صلیب نړیواله کمیټه یې چلوي ویلي، "تر ۱۰۰ ډیر وژل شوي او ټپي شوي او ارقام ښایي نور هم لوړ شي".

په ویډیوګانو کې چې حوثي یاغیانو خپرې کړي پکې ښودل کیږي چې ژغورونکي د ړنګو شویو ودانیو څخه مړي او زخمیان راباسي.

په همدې حال کې په یمن کې د بې سرحده ډاکټرانو ادارې ویلي چې یوازې په زندان د هوایي برید څخه د صعده روغتون ته شاوخوا ۲۰۰ ټپي شوي کسان ور وړل شوي او په روغتون کې د نورو زخمیانو ګنجایش نشته.

په یمن کې د دې نړیوالې ادارې مشر احمد محاط ویلي چې لا هم ډیر کسان د هوایي برید په ځای کې پاتې او ډیر کسان لا درکه دي.

ښاغلي محاط وویل، " امکان نلري وویل شي چې څومره کسان وژل شوي خو داسې ښکاري چې دا د تشدد یوه ناوړه پیښه وه."

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونه چې په حوثیانو هوایي بریدونه کوي تر اوسه یې د صعدې په زندان کې د هوایي برید کولو ادعا نده کړې.

د یمن په زندان کې دا برید پداسې حال کې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمه کې کیږي چې دې یاغیانو پنځه ورځې وړاندې په عربي متحده اماراتو د بریدونو د کولو ادعا وکړله چې ۳ کسان پکې ووژل شول.

د برید نه وروسته د اماراتو چارواکو خبرداری ورکړی و چې حوثیانو ته به حتماً سزا ورکول کیږي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن جمعه جنوري ۲۱ (سلواغې اوله) په عربي متحده اماراتو د حوثي یاغیانو د برید په هکله عاجله غونډه وکړي.

غونډه د اماراتو په غوښتنې رابلل شوې چې د همدې روانې میاشتې په لومړۍ نیټې یې د امنیت په شورا کې غیرې دایمي څوکۍ تر لاسه کړله.

په یمن کې کورنۍ جګړه په ۲۰۱۴ کال کې وروسته تر هغه پیل شوه چې حوثي یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د خپل اصلي مرکز (صعدې) څخه وخوځیدل او پایتخت صنعا یې په نړیواله کچه د پیژندل شوي حکومت څخه ونیوه.

د حوثیانو د دې اقدام څخه یو کال وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو چې عربي متحده امارات هم پکې برخه لري، د حوثیانو په مرکزونو هوایي بمبارۍ پیل کړلې.

XS
SM
MD
LG