د لاس رسي وړ اتصالات

غزني د جاغوري په بمباریو کې اته سیمه ییز پولیس وژل شوي


په افغانستان کې اکثره هوايي بریدونه د شپې پر مهال ترسره کیږي.
په افغانستان کې اکثره هوايي بریدونه د شپې پر مهال ترسره کیږي.

غزني ولایتي چارواکي او سیمې اوسیدونکي وايي، تیره شپه ( کب ۶مه) د دغه ولایت د جاغوري په ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې اته سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د سه شنبې په ورځ د والي په دفتر کې خبریالانو ته وویل، چې تیره شپه د دغه ولایت د جاغوري ولسوالۍ د حوت قول په سیمه کې په یو هوايي برید کې، سهوآ د سیمه ییزو پولیسو پوستې په نښه شوي، چې له امله یې اته سیمه ییز وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل، تراوسه لا څرګنده نه ده، چې دا هوايي برید افغان هوايي ځواکونو کړی او که په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو له خوا شوی دی.

د غزني د ولایتي شورا رئیس نصیر احمد فقیري هم امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا برید د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو ، چې د ملي امنیت ریاست له خوا یې ملاتړ کیږي شوی دی.

طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې برید کې د افغان امنیتي ځواکونو درې پوستې ویجاړې شوي دي.

پر کلینیک د هوايي برید ادعا

د بلې د غزني ولایت د ګیلان د ولسوالۍ د یو شمیر اوسیدونکو او د طالبانو د ادعا له مخې، تیره شپه په دغه ولسوالۍ کې په یو هوايي برید کې، چې پر یو روغتیایي کلینیک شوی یو افغان ډاکټر وژل شوی دی.

د غزني ولایت د ګیلان د ولسوالۍ یو مخور عبدالولي خانزاده امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل، چې په دې برید کې د کلینیک ودانۍ ته هم زیان رسیدلی دی.

طالبانو، هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ګیلان ولسوالۍ د رسنۍ په سیمه کې د تیرې شپې په هوايي برید کې د صدیق الله مسلم په نوم یو ډاکټر وژل شوی او د کلینک ودانۍ او د بازار یو شمیر دکانونو ته زیان رسیدلی دی.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري، د ګیلان او قره باغ په ولسوالیو کې تیره شپه د وسله والو طالبانو پر مرکزونو هوايي بریدونه تائید کړي او ویلي دي، چې په دغو بریدونو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو د والي ویاند د ګیلان په ولسوالۍ کې پر کلینیک باندې د برید په اړه بې خبري ښودلې ده.

تراوسه لا په خپلواک ډول په دغه هوايي برید کې د صدیق الله مسلم وژل کیدل او د هغه د طبي زده کړو د کچې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ښکیلو خواوو له خوا پر یو روغتیایي کلینیکونو باندې برید زیات شوي دي.

افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوالې ادارې " ډبلیو ایچ او" د یو راپور کېله مخې په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې پر روغتیایي کارکوونکو او روغتیايي مرکزونو ۸۶ وسله وال بریدونه شوي وو.

د روغتیا نړیوالې ادارې په دغه راپور کې، چې د خپل ټویټر په پاڼه کې خپور کړی ویلي،چې په تیر ۲۰۱۸میلادي کال کې په وسله والو بریدونو کې ۴۴ تنه روغنیایي کارکوونکي مړه او ټپیان شوي او هم ۷۱ تنه نور تښتول شوي دي، چې د دغه شمیر ۳۴ تنه یې وسله والو بیرته پریښي دي.

همداشان د دغې ادارې په راپور کې ویل شوي، چې په تیر ۲۰۱۸کال کې په وسله والو بریدونو کې ۳۷ روغتیایي مرکزونه او روغتونونو ته زیان رسیدلی او یا یې هم سامان الات غلا شوي دي.

XS
SM
MD
LG