عایشه وهاب لومړۍ افغانه امریکایۍ ده چې د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا ایالت سنا ته بریالۍ شوې ده. هغې د جمعې په ورځ د جنورۍ په ۱۳ (مرغومې۲۳) لوړه وکړه او خپله دنده یې پيل کړه.
مېرمن وهاب چې د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ټاکنو کې دغه مقام ته انتخاب شوې، د میرمنو، اقلیتونو او مهاجرینو لپاره د کار کولو ژمنه کړې ده.
هغې د لوړې په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل: "هڅه کوم له هغو افغانانو سره چې کالیفورنیا ته راغلي مرسته وکړم. له څو تنه افغانانو سره چې د والي په دفتر کې دنده لري، په تماس کې یم ترڅو دلته له افغانانو سره مرسته وکړو."
د مېرمن وهاب پلار تواب وهاب وايي، عایشې له کوچینوالي له سیاست سره مینه لرله.
هغه وویل: "دا د ټولو افغانانو دپاره افتخار دی، په ځانګړي ډول افغان مېرمنو ته د افغانستان په دغو حالاتو کې، چې په نړیواله سطحه پرمختګ کوي."
د عایشې وهاب د لوړې په مراسمو کې د هغې د ښوونځي د دورې استادې اولیویا سورنټینو، هم ګډون کړی وو، هغه وايي د عایشې په پرمختګ ویاړي.
هغې وویل: "خپلې اوښکې مې ټینګې کړې چې ژړا رانشي، د عالي لیسې پر مهال مې عایشه په یاده ده چې ډېره فعاله وه. نورو سره یې ښې اړیکې درلودې، زه پرې ویاړم."
د کالیفورنیا دغې ایالتي څوکۍ ته د مېرمن وهاب په رسېدو باندې په دې ایالت کې میشت افغانان هم خوښ دي.
د کالیفورنیا اوسېدونکې، فریدې مومند وویل: "په تیرو څلویښت کلونو کې چې افغانان کالیفورنیا ته راغلي، دا لومړی ځل دی چې یوې افغان میرمنې دومره شهامت کړی چې ځان د سنا تر غړیتوب ورسوي."
په کالیفورنیا کې د افغان پیوستون د ټولنې مشرې رونا پوپل دا کار په امریکا کې د افغان ځوانانو او پیغلو دپاره هیله بخښونکی وباله.
هغې وویل: "د خپلې ټولنې نور ځوانان هڅوو چې د عایشې په څېر بېلګه شي او وکولای شي هغوی هم په امریکا کې لوړو مقامونو ته ورسیږي."
عایشه وهاب په نیویارک کې زیږیدلې، د کالیفورنیا ایالت په سان فرانسیسکو ښار کې لویه شوې او لوړې زده کړې یې ددغه ایالت په سن هوزې کې سرته رسولي دي.
هغې وویل: "مور او پلار مې تل راته ویل چې باید په ښه لویه شې، د مشرانو احترام وکړې او خپل افغانیت وساتې."
مېرمن وهاب له دې وړاندې، له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ پورې، د کالیفورنیا ایالت د هیوارډ ښار د شورا منتخبه غړې وه.