د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ایران او۶هیوادونو ترمنځ د موافقې هرکلی کړی


ښاغلی عابدي وایي د سعودي عربستان په هکله د افغان حکومت دریځ ددغه هیواد د ملي ګټو له مخې نیول شوی دی
ښاغلی عابدي وایي د سعودي عربستان په هکله د افغان حکومت دریځ ددغه هیواد د ملي ګټو له مخې نیول شوی دی

د افغانستان جمهوري ریاست د ایران او د ۵ +۱ هېوادونو ترمنځ د شوې موافقې هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې دا موافقه به په سیمه اونړۍ کې د ثبات د ټینګیدلو سره مرسته وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابدي امریکا اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ایران د اسلامي جمهوریت او د ۵ + ۱ هېوادونو ترمنځ د اټومي مسئلې د حل لپاره د یو چوکاټ د رامنځته کېدو په موخه د شوې موافقې هرکلی کوي.

عابدي وویل "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دغه توافق د افغانستان، سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه بولي او له هغه څخه ملاتړ کوي".

د ۵+ ۱ په هېوادونو کې امریکا، بریتانیا، فرانسه، چین، روسیه او آلمان شامل دي.

د یوه چوکاټ د برابرولو موافقه چې د پنجشنبې په ورځ د ایران او د نړۍ د شپږوسترو هیوادونو تر منځ وشوه، له مخې به یې د تهران د اټومې پروگرام د محدودولو په بدل کې په هغه هیواد باندي نړ وال بندیزونه ایسته شي. دا موافقه د سویس زرلینډ د لوزان په ښار کې د اتو ورځو سختو خبرو نه وروسته شوې ده چې د جون د میاشتې تر ٣٠ مې نېټې پورې د یوې وروستۍ موافقې د پاره شرایط برابروي.

د بلې خوا د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابدي امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په یوه ځانکړې مرکه کې د سعودي غربستان نه د افغان حکومت د پریکړې دفاع کړې ده.

وروسته له هغې چې رسنیو د یمن او سعودي ترمنځ د کشالې په سر د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د دریځ د اختلاف خبرونه ورکړل، نن د ولسمشرۍ ماڼۍ دا خبرونه رد کړل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ټینګار کوي، چې د ملي یووالي د حکومت مشران پدې مسئله کې هیڅ اختلاف نه لري.

د ولسمشر اشرف غني ویاند اجمل عبید عابدي له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، کومه اعلامیه چې د تېرې چهارشنبې په ورځ ارګ خپره کړه او پکې ویل شوي، چې د حرمین شریفین ساتنه دین ګڼي او د هر ډول تهدید په وړاندې به د سعودي ترڅنګ دریږي، دا دریځ د افغانستان د دولت دریځ دی او هیڅ اختلاف پکې نشته.

د ولسمشر غني ویاند اجمل عبید عابدي وویل‪"‬ دا اعلامیه د ملي امنیت د شورا د ناستې په اساس صادره شوې، د اعلامیې مسوده، د افغانستان د اسلامي جمهوريت له جمهور رئيس او اجرائیه رئيس سره شریکه شوه، پخوا تر دې چې خپره شي، د جمهور رئيس او اجرائيه رئيس له منظورۍ وروسته خپره شوه.‪"‬

که څه هم اجمل عبید عابدي وايي، چې دا پرېکړه د ملي امنیت د شورا پرېکړه وه، خو بل لورته له ځینو رسنیو سره د اجرائيه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق بیا ویلي، چې د سعودي ملاتړ د امنیت په شورا کې ندی یاد شوی.

له هڅو سره سره اجرائیه ریاست او د اجرائيه ریاست دوهم مرستیال پدې تړاوو امریکا غږ ته څه ونه ویل.

د ولسمشر ویاند وايي، له سعودي ملاتړ د افغانستان د ملي ګټو په اساس شوی دی او افغانستان د چا د نیابتي جګړې ډګر ندی.

اجمل عبید عابدي وویل ‪"‬دا اعلامیه د نیابتي جګړې لپاره هیڅ لاره نه پرانیزي‪"‬

وروسته له هغه چې سعودي په یمن کې د خوثیانو د نفوذ د مخنیوي لپاره په یوه ائتلاف لګیا شو، افغان حکومت تېره چهارشنبه درې فقره ای اعلامیه ورکړه او پدغه اعلامیه کې یې د یمن د قانوني ګوښه شوي نظام نه ملاتړ ښودل شوی او د سوله ایز حل غوښتنه هم شوې وه.

خو دغې اعلامیې په افغانستان کې د ځینو مدني بنسټونو او سیاستوالو مخالفت هم را پارولی دی.

XS
SM
MD
LG