د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان له امپراتورۍ نه د اکیهیتو د گوښه کیدو نیټه اعلان کړه


د جاپان امپراتور اکیهیتو او میرمن یې میچیکو
د جاپان امپراتور اکیهیتو او میرمن یې میچیکو

جاپان په رسمي توگه اعلان وکړ چې اکیهیتو به د ٢٠١٩ کال د اپریل د میاشتې په ٣٠ ددې هیواد امپراتوری نه گوښه شي.

توکیو د جمعې په ورځ وویل چې اکیهیتو غواړي په ٨٥ کلنۍ کې له خپل مقام نه گوښه شي.

دا لومړی ځل دی چې په تیرو ٢٠٠ کالو کې د جاپان یو امپراتور په خپله خوښه د خپل مقام نه گوښه کیږي.

د اسوشیتید پرس اژانس د رپوټ له مخې د امپراتور اکیهیتو له گوښه کیدو وروسته به د هغه مشر ځوی نوریهیتو د جاپان امپراتور شي.

په جاپان کې د امپراتورۍ شاهي مقام اوس یواځې تشریفاتي بڼه لري.

د جاپان ولیهعد او راتلونکی امپراتور نوریهیتو
د جاپان ولیهعد او راتلونکی امپراتور نوریهیتو

دا پریکړه د جمعې په ورځ په توکیو کې د سلطنتي ماڼۍ د شورا په غونډه وشوه. په دې شورا کې د پارلمان سیاسي مشران، د هیواد د عالي محکمې قاضیان او د سلطنتي کورنۍ غړي غړیتوب لري چې مشري یې د هغه هیواد د صدراعظم شینزو ابی په غاړه وه.

اکیهیتو تیر کال په غیر عادي توگه اعلان وکړ چې د عمر د زیاتوالي او روغتیایي دلیلونو په وجه غواړي له خپل مقام نه گوښه شي. خو ددې کار لپاره په لنډه موده کې د قانون جوړول اسان نه وو.

اکیهیتو د ۱۹۸۹ میلادي کال په جون میاشت کې د خپل پلار هیروهیتو، له مړینې وروسته د جاپان د دوه زره کلنې امپراتورۍ وارث شو. هغه وخت هغه ۵۶ کلن و.

د هغه ځوی نوریهیتو به کله چې یو نیم کال وروسته امپراتور کیږي ٥٩ کلن وي.

XS
SM
MD
LG