د لاس رسي وړ اتصالات

القاعده وایي دوه غړي یې په یمن کې د ډرون په برید کې وژل شوي


ملګري ملتونه وایي القاعده د عربو په ټاپووزمې کې ښایي د ۲ څخه تر ۵ زرو پورې جنګیالي ولري.
ملګري ملتونه وایي القاعده د عربو په ټاپووزمې کې ښایي د ۲ څخه تر ۵ زرو پورې جنګیالي ولري.

د عربو په ټاپووزمې کې د القاعده شبکې څانګې دوشنبه مارچ ۶ (کب ۱۵) ویلي چې دوه غړي یې د یمن په مرکزي برخې کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې وژل شوي او ګمان کیږي چې برید به د امریکا پوځ کړی وي.

القاعده په یوې اعلامیې کې چې په انټرنیټ کې یې خپره کړې ویلي چې په وژل شویو کې یو یې د مطبوعاتو د څانګې مشر و.

په اعلامیې کې راغلي چې برید د تیرې فبرورۍ میاشتې په ۲۶ مې نیټې د یمن په مرکزي برخې کې په یو کور شوی و.

د متحده ایالاتو د استخباراتو مرکزي ادارې څه ندي ویلي چې آیا په یمن کې دا برید یې کړی که نه.

د القاعده شبکې ویلي چې برید د یمن په مرکز کې د مارب په سیمې کې د حماد التمیمي او د دې شبکې د بل غړي په کور شوی او دواړه یې پکې وژل شوي.

د دې برید څخه څو ورځې وروسته د یمن څو قومي مشرانو اې پي خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي و چې برید هماغې سیمې سره نږدې شوی چې د جنوري په میاشت کې هم د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې درې مشکوک غړي وژل شوي و.

سره لدې چې ویل کیږي CIA پخوا په یمن کې په مهمو اهدافو د بریدونو کولو لپاره بې پیلوټه یا ډرون الوتکې دې هیواد کې ځای پر ځای کړي خو د فبروري میاشتې د برید په هکله پوښتنو ته د ځواب ویلو څخه یې ډډه کړې.

خو دې دوو بریدونو په یمن کې د القاعده او نورور وسله والو ډلو په خلاف د متحده ایالاتو د ډرون الوتکو د پټو عملیاتو په هکله پوښتنې پیدا کړي چې شاوخوا شل کاله وړاندې پیل شوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان پدې ګمان دي چې القاعده د عرپو په ټاپووزمې کې ښایي د دوو څخه تر پنځو زرو پورې جنګیالي ولري او د یمن د مرکزي برخې تر څنګ د دې هیواد په لیرې پرتو ولایتونو کې فعالیت لري.

دا ډله د القاعده ترهګرې شبکې یوه تر ټولو خطرناکه څانګه ده او د بهرنیو هیوادونو اتباع هم پکې شته .

د عربي ټاپووزمه القاعده او د اسلامي دولت ډلې ته وفادار نور وسله وال، د یمن د کورنۍ جګړې په ګډوډۍ کې وده کړې ده. په یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د ایران د متحدو حوثي یاغیانو په وړاندې جنګیږي.

د عربي ټاپووزمه القاعده، د حوثیانو او د سعودي له ملاتړ نه د برخمنو حکومتي ځواکونو دواړو په وړاندې عملیات کوي او همدارنګه په بهر کې ناڅاپي بریدونه ترسره کوي.

د دې ډلې [القاعده] مشران له دوو لسیزو راهیسې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو لخوا په نښه شوي، که څه هم په وروستیو کلونو کې ددې بریدونو شمیر کم شوی.

یمن له ۲۰۱۵ کال راهیسې هغه مهال په جګړو کې ښکیل شو چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د حوثي یاغیانو له خوا د پلازمېنې صنعا له نیولو وروسته په نړیواله کچه د په رسمیت پیژندل شوي حکومت د ملاتړ لپاره مداخله وکړه.

د یمن په جګړې کې له هغه وخت راهیسې لسګونه زره کسان وژل شوي او هغه څه یې رامینځته کړي چې ملګري ملتونه یې د نړۍ ترټولو بد بشري بحران بولي او په میلیونونو خلک بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG