د لاس رسي وړ اتصالات

کینیا د الشباب په برید کې د وژل شویو ویر کوي


چارواکي وايي د الشباب جنګیالیو په کینیا کې په یو پوهنتون برید کې شاوخوا ۱۴۸ کسان یې ووژل.
چارواکي وايي د الشباب جنګیالیو په کینیا کې په یو پوهنتون برید کې شاوخوا ۱۴۸ کسان یې ووژل.

غمجنو عیسویانو نن یکشنبې د کینیا د گاریسا ښارگوټي په یوه کاتولیکه کلیسا کې د دوعا یولړ مراسم په سندرو او چکچکو ترسره کړل. په گاریسا ښار کې اسلام پالو سخت دریځو په یو پوهنتون باندې په برید کې یوسلو اته څلویښت کسان ووژل.

امنیتي ځواکونو په همدې ښار کې د هغې کلسیا په شاوخوا کې هم گزمه کوله چې نژدې درې ورځې مخکې پرې وسله والو برید وکړ. د ودانۍ دننه یې لاسي بمونه اچولي وو او یو شمیر عبادت کوونکي یې زخمیان کړل. په هماغه ورځ د گاریسا ښار په یوې بلې کلیسا هم حمله وشوه او اولس تنه پکې ووژل شول.

د نن یکشنبې مراسم (چې د ایستریکشنبې یا د عیسی ع د بیا ژوندي کیدو دعقیدې له مخې لمانځل کیږي) د گاریسا ښار د هغو عیسوي اقلیت د سلگونو غړو لخوا ترتیب شوي وو چې په صومالیا کې د میشتې اسلام پالې سخت دریځې ډلې "الشباب" د برید له امله سخت ویریدلي.

وسله والو کسانو چې د پنجشنبې په ورځ په یو پوهنتون حمله وکړه، په خاص ډول یې عیسویان ووژل. که څه هم د الشباب ډله تردی مخکې کلونو کې د مسلمانانو د وژنې اوږده سابقه لري.

"ډومنیک اودهې یمبو" د برید په وخت کې په کلیسا کې و او واېي غواړي په گاریسا ښار کې د ډار له امله د یو نل جوړونکي په حیث خپل کار پریږدي او خپل اصلي ځای ته ستون شي.

“موږ فقط دوعا کوو چې خدای مو مل شي او پدې سخت وخت کې موږ ته هرڅه اسانه کړي"

د برید نه یوه بله ژوندۍ پاتې لویندا موتیسي، واېي د برید په وخت کې یې د وسله والو له ویرې د خپلې کوټې له کړکۍ ودانگل او وتښتیده.

“زما ډېر ملگري ووژل شول. خو د هغه وخت راهیسې یوازی ځنی به می اوس په یاد وي، ځکه تل خلک حافظه کې نشم ساتلې. زما ښه ملگري، الیکي او بله ملگرې مې ماري نومیده، هو... ماري موشیري"

اسلام پالو وسله والو وویل د گاریسا ښارپه پوهنتون برید، د کینیايي ځواکونو له لورې د هغو وژنو په وړاندې ځوابیه برید و چې په صومالیا کې د یاغیانو سره جنگیږي.

“د بلې حملې یا د بل خونړي برید په مقابل کې به ستاسې هیڅ ډول محافظتي اقدامات ستاسی د مصونیت تضمین ونکړی شي"

د اسلام پالو د برید په ځواب کې د کینیا جمهور رئیس اوهورو کینیتا داسی څرگنده کړه چې د اسلام پالووسله والو پر ضد به په سختو تدابیرو لاس پورې کړي.

"موږ به تر آخري شیبې د ترهگرۍ سره وجنگیږو. زه دا تضمین کوم چې زما حکومت به تر ممکن حد پورې ډېر سخت ځواب ورکړي"

جمهور رئیس کینیتا درې ورځې ملي ماتم هم اعلان کړې و.

د کینیا د کورنیو چارو وزیر جوزیف نیکیسري، واېي پنځه کسان یې نیولي چې په ترهگرۍ تورن دي او څلور تنه نور د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

د امریکا غږ یو خبریال واېي کینیايي چارواکو ویلي چې ځنی مشکوکو ترهگرو هڅه کړې چې گاونډي هیواد صومالیا ته وتښتي.

د کینیا حکومت د الشباب د ډلې په یو غړي محمد محمود کونو په سر باندې چې د تیرو بریدونو داصلي طراح گمان پرې کیږي، د دوه سوه زرو ډالرو نه زیات انعام ایښی دی.

XS
SM
MD
LG