د لاس رسي وړ اتصالات

الشباب په نایروبي کې په یو هوټل برید کې ١٥ تنه وژلي


د سومالیا یوې ترهګرې ډلې الشباب په ګاونډي ملک کینیا کې په یو هوټل په برید کې لږترلږه ١٥ تنه وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

په هوټل د وسله والو له برید نه ١١ ساعته وروسته په دغه سیمه کې د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي او داسي ښیي چې د حکومت د ادعاګانو باوجود حالت لا کنټرول نه‌دی.

داسې رپورټونه خپاره شوي دي چې د الشباب د وسله والو د ډزو نه ځینې کسان په هوټل کې پټ شوي دي ځکه د مړو د دقیق شمیر په اړه لا تروسه څه نشې ویل کېدی.

په وژل شوو کسانو کې ١١ تنه د کینیا اتباع، یو امریکایي او یو د برتانیې کس شامل دي.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت د امریکایي وژل تائید کړي دي.

د کینیا د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې د هوټل ساحه یې په خپل کنټرول کې اخیستې ده او ټول بند پاتې کسان یې ترینه ایستلي دي خو هغه په دې اړه څه نه‌دي ویلي چې وسله وال په کوم ځای کې دي.

XS
SM
MD
LG