د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وایي په سومالیه کې ٦٣ ترهگر وژل شوي


د امریکا پوځ وایي چې په سومالیې کې په یو هوایي برید کې شاوخوا ٦٢ ترهگر وژل شویدي.

دغه ترهگر د سومالیه د بنادیر په سیمه کې وژل شویدي. په دغه سیمه کې د الشباب ترهگره ډله فعالیتونه کوي.

په افریقا کې د ایتلافي ځواکونو قومانداتۍ د دوشنبې په ورځ وویل د شنبې په ورځ یې څلور هوایي بریدونه وکړل چې د هغې په نتیجه کې ٢٨ ترهگر ووژل شول.

د سومالیه چارواکي وایي چې د افریقا ائتلافي ځواکونو دغه بریدونه د ترهگرو په خوندي ځایونو کړیدي. ترهگر د دغو سیمو نه په مختلفو سیمو بریدونه ترسره کوي.

د امریکا د پوځ اعلامیه وایي چې په برید کې ملکیانو ته تاوان ندی رسیدلی.

امریکا په دغه سیمې کې د سومالیې د حکومت د ملاتړ په خاطر چې ملگري ملتونه یې هم پلوي کوي، اکثر د ترهگرو په پناهځایونو حملې سره کوي.

د امریکا پوځ تیره میاشت ویلي و چې ٣٧ ترهگر یې وژلي دي. د امریکا د دفاع وزارت وایي چې روان کال یې د الشباب په ترهگرې ډلې ۴٥ هوایي بریدونه کړیدي.

XS
SM
MD
LG