د حلب ښار ختیځه سیمه لاتر اوسه د بشار الاسد ضد یاغیانو په لاس کې ده او له دغې سیمې څخه د خلکو د ویستلو لړۍ د پنجشنبې په ورځ پیل شوه، خو د جمعې په ورځ د یاغیانو او د بشار الاسد رژیم ته د وفادارو ځواکونو تر منځ د نښتو ورسته دا لړۍ بیرته په ټپه ودریده او په زرهاو کسان په دغه جنګ ځپلي ښار کې بند پاته شول.
د حلب له ختیځه د خلکو تېښته
۹
خلک د حلب ښار له ختیځې سیمې څخه د وتلو په حال کې.
۱۰
خلک د حلب ښار له ختیځې سیمې څخه د وتلو په حال کې.
۱۱
یوه وړه انجلۍ چې خپلې کورنۍ سره په بس کې ناسته ده او غواړي د حلب ښار څخه وتښتي.
۱۲
د پنجشنبې په ورځ د نړیوالې ټولنې په مرسته یو شمیر بسونه د حلب له ختیځې سیمې څخه د خلکو د ویستلو لپاره راوستل شوي وو.