د حلب ښار ختیځه سیمه لاتر اوسه د بشار الاسد ضد یاغیانو په لاس کې ده او له دغې سیمې څخه د خلکو د ویستلو لړۍ د پنجشنبې په ورځ پیل شوه، خو د جمعې په ورځ د یاغیانو او د بشار الاسد رژیم ته د وفادارو ځواکونو تر منځ د نښتو ورسته دا لړۍ بیرته په ټپه ودریده او په زرهاو کسان په دغه جنګ ځپلي ښار کې بند پاته شول.
د حلب له ختیځه د خلکو تېښته

۱
د حلب ښار په خدیځه سیمه کې خلک د خپلو کورونو د وسایلو د انتقال په حال کې.

۲
د حلب ښار په ختیځه سیمه کې ماشومان چې په موټرو کې ناست دي او د وتلو لپاه انظار باسي.

۳
د حلب ښار په ختیځه سیمه کې یاغیان او ملکی خلک له دغه ځایه د وتلو په هڅه کې.

۴
د بشار الاسد د رژیم ضد یاغیان چې د حلب ښار له ختیځه د وتلو لپاره انتظار باسي.