د لاس رسي وړ اتصالات

جلالي: د ملي یووالي د حکومت په وړاندې ننګونې ډیرې دي


د کورنیو چارو د پخواني وزیر علي احمد جلالي
د کورنیو چارو د پخواني وزیر علي احمد جلالي

د کورنیو چارو د پخواني وزیر علي احمد جلالي په مشرۍ د فکر او عمل جرګې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت نه ملاتړ څرګند کړ او وویل چې د پخواني حکومت په پرتله به نوی حکومت له ډیرو ننګونو سره مخ وي.

ښاغلي جلالي وویل په تیرو ۱۳ کلونو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ افغان حکومت زیات امکانات درلودل، بهرنیو ځواکونو جګړه کوله او د امنیت په ټينګولو کې یې له افغان ځواکونو سره مرسته کوله او په همدې توګه مالي مرستې او برنامې به له بهره افغانستان ته راتلې.

د دغه پخواني افغان لوړ پوړي چارواکي پر وینا د افغانستان راتلونکې حکومت به د تیر په څیر امکانات ونلري.

ښاغلي جلالي وویل " نه هغه بهرني ځواکونه شته چې د افغانستان د امنیت په ټینګولو کې یې اساسي نقش درلود، نه په هغه اندازه پيسې مرسته کیږي او نه هم له دې وروسته امریکایي او اروپايي هیوادونو پارلمانونه حاظر دي چې له افغانستان سره په اخلاص مرسته وکړي".

په همدې توګه ښاغلي جلالي په تیرو دیارلس کلونو کې افغانستان سره نړیوالې مرستې د جګړي وروسته د اروپا د حالاتو سره مقایسه کړې وویل چې د اروپا په نسبت په افغانستان کې ډیرې پیسې ضایع شوي دي.

هغه وویل چې له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته په ۱۳ اروپايي هیوادنو کې د امریکا لخوا د ۱۳ ملیاردو امریکایي ډالرو په ارزښت مارشال پلان عملي شو چې اروپا یې له خاورو پورته کړه په داسې حال کې چې د اروپا په پرتله له افغانستان سره زیاتې مرستې وشوې خو په سمه توګه په مصرف ونه رسیدلې.

د ښاغلي جلالي پر وینا له افغانستان سره د ټولو مجموعي مرستو څخه یواځې ۱۵ سلنه د بیا رغونې پر پروژو ولګیدلې او پاتې پيسې په اداري کارونو کې مصرفې شوي دي.

دغه راز ښاغلي جلالي د ولسمشر احمدزي په مشرۍ د ملي یوالي حکومت له لومړنیو اقداماتو څخه په ملاتړ وویل د هغه چا حمایت کوي چې په افغانستان کې د یو واضح او روښانه ملي هدف لپاره هغه ټول امکانات په کار واچوي چې په افغانستان کې موجود دي او له چا سره د مور او میرې سلوک ونشي.

د ښاغلي جلالي پر وینا د ونډو په ویشلو سره په افغانستان کې ملي یووالی نشي راتلی بلکې د ډیموکراتیکو اصولو له لارې راتلی شي.

ښاغلي جلالي وویل " که هر څوک وي، پښتون وی، هزاره وي، ازبک وي یا تاجک وي چې هغه وپوهیږي چې زه مساوي حق لرم په دې وطن کې او عدالت راسره کیږي هغه بیا ډلو ټپلو پسې نه ځي، هغه ملي روحیه پيدا کوي، هغه وخت ملي یووالی راتلی شي".

عمر داودزی وایي ننګونې شته

د کورنیو چارو اوسنی سرپرست وزیر عمر داودزی هم دا مني چې د تیرو کلونو په پرتله افغان امنیتي ځواکونه د امکاناتو له کموالي او ډیرو ننګونو سره مخ دي.

سرپرست وزیر ښاغلی داودزي چې نن په کابل کې د پولیسو لویو قوماندانو په یو درې ورځني کنفرانس کې خبرې کولی وویل د تیرو کلونو په پرتله د بهرنیو ځواکونو شمیر ډيرکم شوی او له بلې خوا د دښمن فشارونه او حملې د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې څو برابره زیاتې شوې دي.

ښاغلي داودزي وویل "د دولت وسله وال مخالفین په درنو او پر مختللو وسلو سمبال دي خو په مقابل کې یې افغان ځواکونه په سمه توګه تجهیز شوي نه دي."

ښاغلي داودزي په افغانستان کې د امنیت راوستلو لپاره له امریکا او ناتو سره امنیتي تړون ګټور وباله او له افغان ځواکونو سره یې د هغوی ۱۳ کلنې مرستې وستایلې.

د کورنیو چارو د وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې د پولیسو د ځینود لوړ پوړو چارواکو له خوا د دولتي امکاناتو نه د نا سمې ګټې اخیستلو مسلې هم اشاره وکړه چې اوس هم لا د پولیسو چارواکو پسې په دوه او لا ډیرو تعقیبي موټرو کې پولیس ګرځي.

همداشان ښاغلي داودزي د وسلوالو غلو او سړی تښتولو د بانډونو په وړاندې مبارزه کې د پولیسو د پاتې راتلو یادونه وکړه وویل چې دوی لا هم په دې نه دی توانیدلي چې د زورواکو نه د دولت او خلکو غصب شوې ځمکي او جائیدادونه بیرته واخلي.

XS
SM
MD
LG