د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق د شیعه ګانو مذهبي مشر د انتخاباتو نوی قانون غواړي


په عراق کې د دولت ضد لاریون د اکتوبر په لومړۍ نیټه پیل شوی و.
په عراق کې د دولت ضد لاریون د اکتوبر په لومړۍ نیټه پیل شوی و.

د عراقي د شیعه ګانو مخور مذهبي مشر، علي سیستاني په عراق کې د ټاکنو د نوي قانون غوښتنه وکړه چې په وینا یې د نویو سیاسي څیرو رامنځ ته کیدو ته زمینه برابره شي.

ښاغلي سیستاني د جمعې په ورځ (نومبر ۱۵) په خپلو خبرو کې د دولت ضد لاریون څخه ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې د دغو لاریون کوونکو یوه غوښتنه هم منل شوې نه ده.

هغه زیاته کړه چې د انتخاباتو په قانون کې اصلاحات باید د دگولت له لومړیتوبونو څخه وي.

سیستاني دغه خبرې په داسې وخت کې کړي چې د بغداد په اعتراضونو کې له تاوتریخوالي وروسته د دولت ضد مظاهره کوونکو له خلکو غوښتي چې د هیواد په نورو برخو کې دې هم ورته لاریونونه وکړي.

په عراق کې د دغو لاریونونو د پیل راهیسې نږدې ۳۲۰ لاریون کوونکي وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي دي.

دغه لاریون کوونکي په لومړي ځل د اکتوبر په لومړۍ نیټه سړکونو ته راووتل او له هغې ورځې راهیسې له دولت نه د فساد او بیکارۍ په وړاندې جدي مبارزه او د صدراعظم استعفا غواړي.

علي سیستاني چې د عراقي شیعه ګانو تر منځ ډیر نفوذ لري، په خپلو اظهاراتو کې ویلي دي چې نوي اصلاحات باید د ټاکنو د قانون پر وړاندې د خلکو اعتماد ډیر کړي او نویو څیرو ته ددې فرصت برابر کړي چې سیاسي ډګر ته راشي.

ښاغلي سیستاني وویل: ”د داسې قانون تصویب چې رای ورکوونکو ته دغسې فرصت برابر نکړي، د منلو نه دی”

د عراق صدراعظم څو ځلې له لاریون کوونکي غوښتي دي چې د نویو اصلاحاتو عملي کیدو ته دې تم شي او لارې کوڅې دې نه بندوي، خو لاریون کوونکي له هغه غواړي چې د دوي غوښتنو ته دې درناوی وکړي او له دندې دې استعفی ورکړي.

XS
SM
MD
LG