د لاس رسي وړ اتصالات

بلخي:پاکستان څخه سلګونو زرو افغانانو ستنیدلو رپوټونه ناسم وو


سید حسین عالمي بلخي وايي پاکستان سره لا هم د افغان مهاجرینو د اوسیدانې د مودې د غځلو په سر خبرې روانې دي.
سید حسین عالمي بلخي وايي پاکستان سره لا هم د افغان مهاجرینو د اوسیدانې د مودې د غځلو په سر خبرې روانې دي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي، وايي، له پاکستان څخه د یوې میاشتې په موده کې خپل وطن ته د سلګونو زرو افغانانو د ستنولو په هکله د پاکستان د کابینې د پریکړې په باب د رسنیو رپوټونه ناسم وو.

سید حسین علمي بلخي، د جمعې په ورځ امریکا اشنا راډیو سره په مرکه کې د پاکستان څخه د روانې عیسوي میاشتې جنورۍ کې د ۱.۴ میلیونو افغانانو د ستنیدلو په اړه د پاکستان د کابینې د پریکړې په باب په رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه ناسم وبلل او ویې ویل، چې اصلآ پاکستان کابینې د یوې میاشتې لپاره په خپل هیواد کې د افغانانو د اوسیدلو موده غځولې وه او د سرحدونو او ایالتونو له وزارت " سفران" څخه یې غوښتي وو، چې د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ " یو این ایچ سي ار" په ملګرتیا دې یوې میاشتې په موده کې د ا فغان مهاجرینو د ستنیدلو لپاره یوه طرحه برابره کړي.

سیدحسین عالمي بلخي وویل، رسنیو دا راپور داسې خپور کړ، چې ګوندې پاکستان په یوه میاشت کې له خپل هیواد څخه افغانستان ته د ۱.۴ میلیونو افغانانو ستیدلو پریکړه کړې ده.

ښاغلي بلخي وویل " مونږ هیله لرو چې پروګرام داسې تنظیم شي، چې د افغان مهاجرینو ستنیدل په داوطلبانه، تدریجي او مصونه توګه ولرو، خو د ستنیدلو شمیرله پخوا زیات وي او مهاجرین د جبري ایستلو سره مخ نه شي، مونږ په دغسې یو پروګرام کارکوو ".

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزیر وویل، ټاکل شوې، د بلې عسیوي میاشتې " فبرورۍ" په لومړیو کې به د پاکستان د سرحدونو او ایالاتو د چارو وزیر عبدالقادر بلوچ په دغه هیواد کې د افغان مهاجرینو د اوسیدانۍ په مسله د خبرو لپاره کابل ته راشي.

هغه وویل چې ښاغلي بلوچ، کابل څخه د لیدنې بلنه منلې او ټاکل شوې چې هغه به د فبرورۍ له درییمې وروسته څه وخت افغانستان ته راشي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې د روانې عیسوي میاشتې په لومړیو کې د پاکستان کابینې په یوه میاشت کې دننه له دغه هیواد څخه د ۱.۴ میلیونو افغانانو وطن ته د ستنولو پریکړه کړې وه، چې ورسره دا اندیښنې پیدا شوې وې، چې پاکستان به یو ځل بیا په ډله ییز ډول په دغه هیواد کې دیره مهاجر افغانان خپل هیواد ته شړلو ته اړ کړي.

XS
SM
MD
LG