د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال ستوري امریکا ته راغلي


د شن وارن لوبډلې د ټندولګر لوبډلې ته ماتې ورکړه؛ د لوبې لیدو ته ۲۵زره نندارچیان ورغلي وو.
د شن وارن لوبډلې د ټندولګر لوبډلې ته ماتې ورکړه؛ د لوبې لیدو ته ۲۵زره نندارچیان ورغلي وو.

د نړۍ مخکښ او افسانوي ستوري په دې نیت امریکا ته راغلي چې د نورو لوبو ترڅنګ کرکټ هم په دغه هېواد کې لا دود او زیات کړي.

دوی د آل سټار کرکټ یا د کرکټ ټول ستوري تر نامه لاندې د امریکا په مشهورو ښارونو کې د ۲۰ اورونو درې سیالۍ کوي.

لومړنۍ لوبه يې د شنبې په ورځ د نیویارک ښار د سیټي په لوبغالي کې وشوه چې ۲۵زره نندارچیان ورغلي وو؛ په زړه پورې دا وه چې لوبه د امریکايي بیسبال په میدان کې وشوه.

د لوبې ټکټونه له ۵۰ ډالرو نیولې تر ۱۷۵ ډالرو پورې وو.

په دغو سیالیو کې د نړۍ ۲۸ مشهور لوبغاړي د یو بل په وړاندې لوبیږي.

شن وارن وارن وویل چې که د لوبې نتیجه ښه وه، هر کال به یې وکړي.
شن وارن وارن وویل چې که د لوبې نتیجه ښه وه، هر کال به یې وکړي.

په دوی کې د پاکستان پخواني لوبغاړي؛ وسیم اکرم، شعیب اختر، معین خان؛ د هند پخواني لوبغاړي؛ ټندولګر، سیواک، لکشمن، د سریلنکا پخواني لوبغاړي؛ سنګاکارا، جواردینه، د اسټرالیا پخواني لوبغاړي؛ شن وارن، روکي پوانټینګ، مګرات، د ویسټ پخوانی او وتلی لوبغاړی؛ برن لارا، د نیوزلینډ ویتوري، د جنوبي افریقا جګ کالیس اوداسې نور شامل دي.

د بلسټر او واریرز په نامه سره دوه لوبډلې جوړې شوې؛ سچن ټنډولګر يې د لومړنۍ او شن وارن يې د دویمې لوبډلې کپټانان دي.

په تېرې سیالۍ کې د ۲۵زره نندارچیانو ګډون ان د کرکټ نړیواله شورا هم حیرانه کړې ده او دغه شمېره تر اټکل زیاته ښودل شوې ده.

د شن وارن لوبډلې لومړنۍ لوبه وګټله؛ دویمه او درېیمه لوبه یې د نومبر په ۱۱ او ۱۴ نېټو باندې د تګزاس په هیوسټن او د لاس انجلس په کلفورنیا ښارونو کې دي.

په لومړنۍ لوبې کې د ټندولګر لوبډلې په ۲۰ اورونو کې مخالفې لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو هدف ورکړ، خو د شن وارن لوبډلې دغه هدف په اتلسم اور کې پوره کړ.

شن وارن وویل که دا لوبې په امریکا کې د کرکټ په ودې کې مهم رول ولوبوي، دوی به یې هر کال وکړي.

د کرکټ افسانوي ستوري ټنډولګر هيله وښوده چې یوه ورځ د امریکا د کرکټ ملي لوبدله په نړیوال جام کې وویني.
د کرکټ افسانوي ستوري ټنډولګر هيله وښوده چې یوه ورځ د امریکا د کرکټ ملي لوبدله په نړیوال جام کې وویني.

ټنډولګر وویل هیله يې دا ده چې د امریکا د کرکټ ملي لوبډله یوه ورځ په نړیوال جام کې ولوبیږي.

په متحدو ایالتونو کې د امریکايي فوټبال او بیسبال لوبې ډېرې مهشوري دي چې میلیونونه مینوال لري.

خو، کرکټ په دغه هېواد کې یوه نوې لوبه ده؛ د یو اټکل له مخې دا مهال د امریکا د کرکټ به ۱۵۰ لیګونو کې څه باندې ۲۰۰ زره لوبغاړي لوبیږي.

د امریکا ملي لوبډله څه موده مخکې په سکاټلېنډ او ایرلېنډ کې د ۲۰۱۶ کال د ۲۰ اورونو د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې هم ولوبېدله خو، بخت ورسره یاري ونکړه چې نړیوال جام ته ووځي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG