د لاس رسي وړ اتصالات

د القاعدې مشر د داعش ضد او د طالبانو په پلوي وینا کړې


په خپله ایمن الظواهري څه موده مخکې د طالبانو له مشر سره بیعت وکړ
په خپله ایمن الظواهري څه موده مخکې د طالبانو له مشر سره بیعت وکړ

د القاعدې د ترهګرې ډلې مشر ایمن الظواهري په افغانستان کې له خپلو جګړه مارانو غوښتی چې د طالبانو سره اوږه په اوږه د داعش پر ضد ودریږي.

الظواهري دغه غوښتنه د هغې ویډیو له لارې کړې ده، چې د القاعده ډلې اړوندې یوې ويپاڼې، السحاب، خپره کړې ده.

د القاعدې شبکې مشر پر خپلو پلویانو غږ کړی چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له" اسلامي تحریک" سره یو ځای شي او د ابوبکر البغدادي د ډلې مخالفت وکړي.

نوموړي اسلامي دولت ډله، داعش، د اسلام دښمن بولي او وايي چې د مسلمانانو ترمنځ اختلافات پيدا کوي.

د القاعدې مشر ایمن الظواهري په خپلو خبرو کې ابوبکر البغدادي ته د مسلمانانو خلیفه ونه وایه، هاغسې چې داعشیان یې وايي، بلکې الظواهري هغه په خپل پخواني نوم، ابراهیم البدري، باندې یاد کړ.

دا لا معلومه نه ده چې د الظواهري دغه ویډیو کله او چیرته ثبت شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د القاعده ډلې دغه مشر څه موده مخکې د طالبانو له نوي مشر ملا هبت الله سره بیعت وکړ او له خپلو جګړه مارانو یې هم وغوښتل چې له هغه سره بیعت وکړي.

د اسلامي دولت ډله تر ډېره په سوریه او عراق کې فعاله ده، خو د دغې ډلې جګړه مارانو له شاوخوا دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې هم فعالیت پیل کړی دی. په افغانستان کې د داعش ډېری غړي د طالبانو پخواني جګړه ماران دي.

XS
SM
MD
LG