د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن القاعده: د امریکا د ملاتړو قواو سره څنگ په څنگ جنگیږو


په یمن کې د القاعده شبکې په تیره یوه لسیزه کې د اکثرو سني قبایلو سره اړیکې ټینگې کړي دي
په یمن کې د القاعده شبکې په تیره یوه لسیزه کې د اکثرو سني قبایلو سره اړیکې ټینگې کړي دي

د القاعده شبکې د یوې څانگې د مشر څرگندونې ښایي امریکایي مقاماتو ته لړزونکي وي.

په یمن کې د القاعده شبکې مشرقاسم الریمي ویلي چې ددې ډلې جنگیالي اکثراً د یمن د حکومتي قواو او د هغه ایتلاف سره چې امریکایي ملاتړ کوي یوځای د یمني شیعه یاغیانو پر ضد جنگیدلي دي.

قاسم الریمي د عرب شبه جزیرې د القاعده شبکې مشري کوي. د امریکا متحده ایالات د القاعده نړیوالې شبکې د یمن څانگه تر ټولو خطرناکه بولي او د الریمي د نیولو لپاره یې پنځه میلیونه ډالر انعام ټاکلی دی.

ښاغلي الریمي د ناصر الوحیشي ځای ناستی دی چې نژدې دوه کاله مخکې د امریکایي ډرون الوتکو په یو برید کې ووژل شو.

هغه چې د یو نامعلوم ځای نه په عرب شبه جزیره کې د القاعده شبکې له رسنۍ سره خبرې کولې وویل چې د القاعده جنگیالي د سلفي محافظه کارو، اخوان المسلمین او نورو مختلفو سني مسلمانو ډلو تر څنگ د شیعه حوثي یاغیانو پر ضد جنگیږي.

که څه هم چې الریمي په دې هکله زیات جزییات ور نکړل، د القاعده ډله په عمل کې د حوثي یاغیانو پر ضد جگړه کې د یمن د جمهور رئیس عبد ربه منصور هادي د حکومت متحده ده. په دغه جگړه کې د ٢٠١۴ کال راهیسې شاوخوا لس زره کسان وژل شوي دي.

په یمن کې د القاعده شبکې په تیره یوه لسیزه کې په هغه هیواد کې د اکثرو سني قبایلو سره اړیکې ټینگې کړي او تل یې په یمن کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو په حملو کې د ملکي وگړو د تلفاتو نه د زیږنده غوصې څخه د خپلو جنگیالیو د جذب او جلب لپاره گټه اخیستې ده.

اخوان المسلمین او سلفیانو هم د جمهور رئیس هادي په څنگ کې زیات شمیر ملشه وسله وال راټول کړي دي. دغه ملیشه ډلې په منظه توگه د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف چې واشنگټن یې ملاتړ کوي تمویل، په وسله سمبال او تجهیز کیږي.

شیعه حوثي یاغیانو په ٢٠١۴ کې د یمن پایتخت صنعا ونیو او د هغه هیواد جمهور رئیس منصور هادي سعودي عربستان ته فراري شو.

په یمن کې د اختلافونو د حل کولو لپاره تر اوسه د ملگرو ملتونو په میانځگړیتوب د خبرو څو کوښښونه ناکام شوي او دغه گډ وډي ددې سبب شوی چې د القاعده شبکه او داعش له وضعیت نه گټه واخلي او په یمن کې خپل رول پراخ کاندي.

XS
SM
MD
LG