د لاس رسي وړ اتصالات

۱۰۱ کلن عارض د امان الله خان د دورې کیسې بیانوي


امان الله خان پر خپلو خلکو او پوهنه میین سړی و او زده کوونکي به یې دیر هڅول- عارض
امان الله خان پر خپلو خلکو او پوهنه میین سړی و او زده کوونکي به یې دیر هڅول- عارض

په کال ۱۲۹۸ کې کله چې شاه غازي امان الله خان د افغانستان خپلواکي اعلان کړه، عبدالاحد عارض کندهاری یو کلن وو.

ښاغلی عارض چې د ویښ زلمیانو د غورځنګ یوازینی ژوندی غړی دی، وايي اوس یې هم هغه وخت په یاد دی چې شاه امان الله خان د خپلواکۍ تر اعلان څو کاله وروسته کندهار ته تللی و، او له خلکو سره یې د هغوی د ستونزو په اړه خبرې کولې.

ښاغلی عارض وايي چې امان الله خان پر خپلو خلکو او پوهنه میین سړی و او زده کوونکي به یې دیر هڅول.

ښاغلي عارض د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې حکومتي دندې اجرا کړي.

هغه پر بیلابیلو موضوعاتو شاوخوا ۲۰ اثار لیکلي او ژباړلي دي.

ښاغلی عارض وايي "زما د تولد کال دده ( غازي امان الله خان) د پاچاهي د شروع کال دی، زه د اوه یا اتو کلنو وم چې دی کندهار ته راغلی وو، عجب پاچا وو".

نور معلومات په دغه رپوټ کې وګورئ

عبدالاحد عارض د امان الله خان د دورې کیسې بیانوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

د ښاغلي عارض کورنۍ وايي د هغه پر ملي سیاسي مبارزه، فعالیتونو او علمي کارونو ویاړي.

XS
SM
MD
LG