د لاس رسي وړ اتصالات

امازون خپلو مرکزي دفترونو سره د ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت ارزانه کورونه جوړوي 


د امازون شرکت ویلي دي چې د امریکا په دریو ښارونو کې خپلو مرکزي دفترونو ته نژدې د کورونو او د اوسیدنې په ارزانه واحدونو باندې دوه میلیارد ډالر مصرفوي.

امازون د چهارشنبې په ورځ جنورۍ شپږمه (مرغومي ۱۷) اعلان وکړ چې دواشنګټن په پګت سوند، د ویرجینیا په ارلنګټن او د تینسي ایالت په نشویل ښارونو کې خپلو مرکزي دفترونو ته نژدې د اوسیدنه لږ تر لږه ۲۰زره ارزانه کورونه جوړوي.

په تیره یوه لسیزه کې امازون او د تکنالوژۍ نور شرکتونه د خپلو تاسیساتو او دفترونو په شاوخوا کې د کورونو د بیې د لوړیدو سبب شوي دي او انتقادونه پرې شوي دي، ځکه ددغو تاسیساتو په شاوخوا کې د کارکوونکو ګڼه ګوڼه او کورونو ته د هغوی تقاضا د کورونو بیې لوړې کړې دي.

دغه وضعیت ددې سبب شوی چې د امازون، الفابت او فیسبوک شرکتونه د ارزانه کورونو د جوړولو لپاره پانګونه وکړي.

د امازون شرکت وایي ددې شرکت د پانګونې عمده برخه به د کم عاید لرونکو او متوسطو کورنیو لپاره د ټیټو بانکي پورونو په ورکولو ولګول شي.

دغه شرکت همداشان اعلان کړی دی چې د ویرجینیا ایالت په ارلنګټن سیمه کې د خپل دویم مرکزي دفتر په جوړولو بوخت دی.

دا پداسې حال کې دي چې د بلومبرګ اقتصادي شمیرې ښیي چې د امازون شرکت ونډو یواځې په تیرو دریو میاشتو کې ۲۵فیصده او د روان کال راهیسې تر اوس ۸۶فیصده وده کړې ده.

XS
SM
MD
LG