د لاس رسي وړ اتصالات

د امازان مشر ته طلاق په ٦٨ ملیارده ډالره پریوځي


د امازان شرکت مشر جیف بزو څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې هغه او میرمن میکینزې بزو د ٢٥ کلونو د واده نه وروسته خپلې لارې بیلوي

د امازون شرکت د ۸۱۰ ملیارد ډالرو ارزښت د اسهامو سره د نړۍ تر ټولو لوړ ارزښت لرونکی شرکت دی.

د امازان مشر جیف بزو چې د نړۍ د ترټولو بډایه شخص دی، دا وخت په امازان کې ١٦٪ اسهام لري یعنې د هغه ارزښت ١٣٧ ملیارده ډالره دی چې د طلاق نه وروسته به د دې به نیمایي یعني ٦٨.٥ ملیارده ډالره یې ښځې ته ورکول کیږي.

د جیف بزو او د هغه د میرمنې طلاق د امریکا د اسهامو په بازار کې د امازان په اړه تاوده بحثونه پارولې دي. ځینې کارپوهان وایي چې د طلاق نه وروسته به جیف بزو د نړۍ د تر ټولو بډایه شخص پاتې نه شي.

دغه دواړه د واشنگټن په ایالت کې اوسیږي او د دهغه ځاې د قانون په اساس د طلاق نه وروسته د دواړو شتمنۍ په دوو برخو ویشل کیږي نو د دغه قانون په اساس به د امازان د ١٦٪ اسهامو نیمایي یعني ٨٪ د میکینزي په برخه ورسیږي او د دغه سره به میکینزي د نړۍ د تر ټوبو بډایه میرمن شي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG