د لاس رسي وړ اتصالات

امازون داسې پلورنځی پرانیست چې هټۍ وال نه لري


APTOPIX Amazon Go Store
APTOPIX Amazon Go Store

د امازون شرکت وايي په راتلونکي کې به پلورنځي، هټۍ وال، نه لري او نغدې پیسې به نه اخلي.

د امازون ګو په نامه، د روانې هفتې د دوشنبې په ورځ د امریکا د سیاتل په ښارکې په آنلاین بڼې د توکو مشهور پلرونکي شرکت امازون، داسې یو پلورنځی پرانیست چې مشتریان یې له طاقچو شیدې، د کچالو چپس او تیاره شوې سلاته اخلي او وځي، او د امازون تکنالوژي یې له پلورنځي تر وتلو وروسته پیسې اخلي.

د لیسا دویل په نامه یوه پېرودونکې وايي سودا اخیستل ورته یوه نا اشنا تجربه وه" کله چې له پلورنځي راوځئ داسې احساس کوی چې غلا مو کړې وي".

د امازون شرکت کارکوونکو د دغه شرکت په مرکزي دفتر کې له یوه کال راهیسې دغه پلورنځی تجربه کړ. په دغې ځیرک پلورنځي کې د کمپیوټري لید، کمپیوټري الګاریتمونو او سنسرونو له تکنالوژیو څخه کار اخیستل کیږي چې معلوم کړي، مشتري له طاقچې څه شی اخلي.

د امازون شرکت چې پخوا یې ډیر شیان په آنلاین بڼې خرڅول، له تیرکال راهیسې یې د فزیکي پلورنځیو پرانیستلو ته مخه کړې او د امریکا په یو شمیر سیمو کې ځینې پلورنځي پرانیستي دي.

خو د امازون ګو پلورنځی د دغه شرکت له نورو پلرونځیو څخه متفاوت دی. مشتریان دغه پلورنځي ته د ننوتلو په وخت کې د ځیرک تلیفون په اپلیکیشن باندې د پلورنځي پلاستیکي دروازه په سکن کولو باندې خلاصوي. کله چې کوم شی له طاقچې را واخیستل شي د مشتري په مجازي کراچۍ کې اضافه کیږي.

یواځې هغه کسان له دغه پلورنځي سودا اخیستلی شي چې ځیرک تلیفون ولري او خپل دیبت یا کریډت کارت یې ورسره وصل کړی وي چې پیسې ورڅخه واخیستل شي. د امازون شرکت وايي کورنۍ کولی شي په یوه تلیفون باندې د هرغړي لپاره سودا واخلي.

یوه مشتري د امازون د تکنالوژۍ د ځیرکتوب د معلوملو لپاره د سودا د اخیستو په وخت کې خپل تلیفون ګل کړ، خو بیا هم اپلیکیشن وکولی شي چې سودا یې معلومه کړي او پیسې یې له حساب څخه واخیستل شوې.

د امازون شرکت غوښتل چې دغه ځیرک پلورنځی د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر په میاشت کې پرانیزي، خو وروسته یې پریکړه وکړه چې په ۲۰۱۷ کال کې په دغه پلورنځي کارېدونکي تکنالوژۍ امتحان کړي او هم یې د ادارې لپاره مسلکي کسان وروزي، په همدې خاطر یې د روانې هفتې په اوایلو کې پرانیست.

XS
SM
MD
LG