د لاس رسي وړ اتصالات

د جولای څلورمه؛ متحده ایالات د خپلواکۍ ورځ نمانځي


نن د جولای څلورمه د امریکا متحده ایالات د یو ملت په توګه د خپلې خپلواکۍ ۲۴۶ کالیزه نماځي.

د جولای د څلورمې نمانځل د ۱۷۷۶ کال د هغې ورځې یادښت دی چې د بریتانیا ۱۳ مستعمرو د خپلواکۍ اعلامیه لاس لیک کړه او د سترې بریتانیا څخه جلا شول.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او میرمن یې جیل بایډن نن د غرمې وروسته د سپینې ماڼۍ په باغچه کې د پوځیانو د کورنیو د میلمستیا کوربتوب کوي او وروسته به بیا د ورځې په اوږدو کې د واشنګټن ډي سي په نیشنل مال کې د جولای د څلورمې په ویاړ د اور لوبې ننداره وکړي.

د جولای څلورمه د متحده ایالاتو په تاریخ کې د هیواد پالنې تر ټولو ستره ورځ بلل کېږي. د خپلواکۍ ورځ هغه تصمیم نمانځي چې د بریتانیا ۱۳ اصلي مستعمرو د بریتانیا واکمني وغندله او د متحده ایالاتو بنسټ یې کېښود، که څه هم چې دا تصمیم د جولای په څلورمه ندی نیول شوی.

د بریتانیا د هغه وخت مستعمرو استازو په حقیقت کې د ۱۷۷۶ کال د جولاۍ په دوهمه د خپلواکۍ لپاره رایه ورکړه. دوې ورځې وروسته هغوی د خپلواکۍ اعلامیه تصویب کړه؛ هغه سند چې دغه رایه اچونه شرحه کوي.

ډیر خلک پدې باور دي چې هیواد باید د جولای دوهمه چې د خپلواکۍ لپاره د رایه ورکولو کالیزه ده ونمانځي. خو په هر حال د [خپلواکۍ] د اعلامیې کاپي ګانې په پراخه توګه د جولاۍ په څلورمه وویشل شوې او پدې توګه د جولای څلورمه د یادښت ورځ شوه.

د جولای د څلورمې په عصري نمانځنه کې رسم ګذشتونه، میلې، سیاسي ویناوې او اور لوبې شامل دي.

که څه هم پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو بنسټ ایښوونکو د بریتانیا څخه د خپلې ازادۍ د اخیستلو لپاره هڅه کوله د [بریتانیا] په مستعمرو کې د تورپوستانو مریتوب لا هم روان و.

هغه څه چې استعمارګرانو د ځان لپاره غوښتل، هغوی ظاهرا باور نه درلود چې د دوی غلامان هم [د ازادۍ] حق لري، که څه هم په اعلامیه کې دا عبارت ځای کړای شوی و: «موږ دا حقیقت په ځان منو چې ټول انسانان مساوي پیدا شوي دي چې ورته خپل خالق مطمیناً انکار نه کیدونکي حقونه ورکړي چې ژوند، ازادي او د خوشحالۍ لټون شامل دي."

امریکا لا هم ددغه تناقض سره په مبارزه کې ده.

XS
SM
MD
LG