د لاس رسي وړ اتصالات

د متحدو ایالتونو او وینزوېلا ترمنځ د الوتکو پروازونه بیا پيل شول

د امریکن ایرلاینز هوايي شرکت له اوو کلونو ځنډ وروسته په لومړي ځل د پنجشنبې په ورځ د متحده ایالتونو او وېنزوېلا ترمنځ تجارتي پروازنه پیل کړل.

د میامي او کاراکاس ترمنځ دا مستقیم پرواز، د جنورۍ په میاشت کې د امریکا په پوځي عملیاتو کې د وېنزویلا د مخکني ولسمشر نیکولاس مادورو له نیول کېدو وروسته، کېږي. دا پرواز دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا عادي کېدو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

دغه هوايي شرکت د الوتنو د بیا پیل لپاره یوه نوې رنګ شوې الوتکه کارولې چې د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت پرواز ته ځانګړې شوې.

امریکن ایرلاینز هوایي شرکت ویلي چې پلان لري د دواړو هېوادونو ترمنځ هره ورځ مستقیم پروازونه وکړي.

د امریکا حکومت په ۲۰۱۹ کال کې په وېنزوېلا کې د مدني نا ارامۍ، سیاسي او اقتصادي کړکېچ، او د کافي امنیتي تدابېرو په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د وېنزوېلا هوايي ډګرونو ته د امریکا د امنیتي پرسونل د نه لاسرسي له کبله هغه هېواد ته پروازونه وځنډول.

بلخوا، د وېنېزویلا مخکنی ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلورس د نشه يي توکو اړوند ترهګرۍ او نورو تورونو په اړه د امریکا په فدرالي محکمه کې ځانونه بې ګناه بللي او اوس په نیویارک کې د محاکمې په تمه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG