د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: اکثره امریکایان روسیه ګواښ ګڼي


دغه سروې د رویټرز خبري اژانس او لپوسو ادارې په ګډه د همدې روانې میاشتې د نهمې او دولسمې نیتې تر منځ کړیده. پدې سروې کې ۸۲ په سلو کې امریکایانو چې دیموکراتان او جمهوري غوښتونکو دواړه پکې شامل دي، روسیه یې د متحده ایالاتو لپاره "عمومي ګواښ" ګڼلی.

د خلکو دا اندیښنه د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د رویسې د لاس وهنو او کمپیوټرې غلا نه وروسته نوره هم زیاته شویده. په ۲۰۱۵ کال کې ۷۶ په سلو کې امریکایانو روسیه متحده ایالاتو ته ګواښ ګاڼه .‌

د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه وروسته د خلکو اندیښنې وروسته تر هغې لا پسې زیاتې شولې چې دیموکراتانو او یو شمیرو نورو کسانو د روسیې سره د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د مالي اړیکو په هکله پوښتنې راپورته کړلې او د متحده ایالاتو استخباراتو ادارو هم په روسیې تور ولګاوه چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې لاس وهلی.

پخپله منتخب جمهور رئیس ټرمپ بیا تر ډیره وخته دا نه منله چې ګواکې د انتخاباتو پر وخت کمپیوټري یا سایبري برید به روسیې کړی وي.‌ ټرمپ د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین هم "قوي رهبر" ګڼي خو کله چې د همدې اونۍ په سر کې استخباراتي ادارو ورته د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په هکله معلومات ورکړل،‌هغه هم ومنله چې دا کار روسیې کړی.‌

ډونالډ ټرمپ پخوا ویلي و چې ښایي دا کار به چین کړی وي.‌

XS
SM
MD
LG