د لاس رسي وړ اتصالات

آیا امیتابچهن له بالیووډ سره خداې په اماني کوي؟


ډاکټرانو د بالیووډ د سینما ځلانده ستوري امیتابچهن ته سپارښتنه کړې چې آرام وکړي.

هغه په لومړي ځل په کال ۱۹۶۹ کې د سات هندوستاني (اووه هندوستانیانو) په فلم کې څرګند شوی و او تر اوسه پورې یې نږدې ۱۹۸ فلمونو کې کار کړی خو اوس ورته ډاکټرانو وئیلي چې له کار کولو ډډه او پر ځاې یې ارام وکړي.

امیتابچهن په خپل ویبلاګ کې لیکلي چې”ډاکټرانو راته ویلي چې نور دې کار ونکړې “

امیتابچهن نه دي ویلي چې تکلیف یې څه دی خو له خپلو مینوالو یې غوښتي چې په دې اړه دې اندیښنه نه کوي.

ځینې خبرونه ښيي چې امتیابچهن تیره میاشت څو ورځو لپاره په روغتون کې بستر شوی و.

امیتابچهن اوس مهال په سینما کې د کار سربیره په سوني تلویزون کې د "کون بنیګا کرورپتي" (څوک غواړي میلیونر شي) خپرونې کوربه هم دی.

هغه په افغانستان کې ګڼ شمیر مینوال لري او په کال ۱۹۹۰ کې افغانستان ته د خپل یو فلم خداګواه لپاره سفر هم کړی وو.

امیتابچهن له دغه سفر وروسته له ټولو افغانانو مننه کړې وه او دوي یې ډیر میلمه دوسته خلک بللي و.

XS
SM
MD
LG