د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان: اروپايي هیوادونه زیات افغانان بیرته ستنوي


ارشیف: په جرمني کې افغان کډوال
ارشیف: په جرمني کې افغان کډوال

د بخښنې نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې د جنګ جګړو د دوام سره سره اروپایي هیوادونو وطن ته د افغان کډوالو د ستنولو بهیر جاري ساتلی او د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په دغه بهیر کې ډیر زیاتوالی راغلی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل یو تازه راپور کې چې نن د پنچشنبې په ورځ په کابل کې خپور شو، له اروپايي هیوادونو څخه په ۲۰۱۵ کال کې ستنول شوو افغانانوشمیر ۳۲۹۰ تنو ته رسیده چې په ۲۰۱۶ کال کې په دې شمیر کې درې چنده زیاتوالی راغی او دا شمیره ۹۴۶۰ تنو ته ورسیده.

د بخښنې د نړیوال سازمان په دغه راپور کې ویلي، چې اروپايي هیوادونه دې ته په پاملرنې چې وطن ته د ستنوونکو افغانانو ته د پيښدونکو ګواښونو څخه خبر دي، له دغو ګواښونو څخه یې سترګې پټې کړي او اروپايي ټولنه پر افغان حکومت خپل فشارونه زیاتوي چې په زیات شمیر ستنیدونکي ومني.

بخښنې نړیوال سازمان ستنول شوو افغانانو شمیر ته په پاملرنې، د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي "یوناما" د راپور له مخې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمیر لوړ دی، چې تیر کال دا شمیر یولس زره څلور سوه او اتلس تنو ته رسیدلی وو.

د بخښنې د نړیوال سازمان د اروپايي هیوادونو غوښتي، چې وطن ته د افغانانو د ستنولو بهیر ته تر هغې ټال ورکړي چې هغوی په "مصوونیت او وقار" وطن ته د ستنیدلو امکان ترلاسه کړي.

بې باکه او غیرې قانونې پریکړه

په دغه راپور کې د بخښې د نړیوال سازمان د کډوالو د حقوقي چارو څیړونکې میرمن انا شیا، د اروپایي هیوادونو له خوا وطن ته د افغان کډوالو ستنول د دغو هیوادونو یوه بې باکه او غیرې قانونې پریکړه ګڼلې ده.

هغې ویلي" اروپايي ټولنې د شړل شوو د شمیر د زیاتولو په پریکړې یوه پالیسې ټاکلې چې بې باکه او غیرې قانونې ده".

میرمن شیا په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې پریکړه کې هغوی ( اروپايي هیوادونه)، په لوی لاس په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړې شمیرنې او د افغانستان د ټولو سیمو ناخوندیتوب له پامه غورځولي او خلک د زورونې، اختطاف، مرګ او د تاوتریخوالي د نورو ډولونو سره مخ کوي.

دا راپور د روان عیسوي کال د می او سپټامبر په میاشتو کې د ۲۶ ثبت شوو قضیو د پلټنې په اساس ترتیب شوی دی.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي "یوناما" د راپور له مخې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ تاوتریخوالي په پیښو کې نږدې پنځویشت زره ملکي وکړي وژل شوي او تر پنځه څلویښت زرو پورې نور ژوبل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۷ کې امنیتي وضعیت خرابولي دوام موندلی دی.

د بخښې د نړیوال سازمان د رپوټ له مخې داسې ښکاري چې ناروې، په زور په زیات شمیر وطن ته د افغان پناه اخیستونکو د ستنولو د لیست په سر کې ځای لري.

د بخښنې د نړیوال سازمان د راپور له مخې د روان عیسوي کال په څلور لومړیو میاشتو کې د ټولو ستنول شوو افغانانو ۳۲ فیصده یې د شمالي اروپا د هیوادونو څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

د دغه راپور له مخې په دې موده کې ټول ۳۰۴ افغانان خپل هیواد ته ستنول شوي چې ۹۷ تنه یې د شمالي اروپا د هیوادونو څخه شړل شوي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان د افغانستان د څانګې مشرې حوریه مصدق په دې راپور کې ویلي، چې په دې ډول ستنولو کې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کیږي.

میرمن مصدق ویلي "همغه اروپايي هیوادونه چې یو وخت د افغانانو ښه راتلونکی ته ژمن وو، اوس د هغوی (افغانان) هیلې او امیدونه له منځه وړې او هغوی یو داسې هیواد ته بیرته ستنوي چې حتی له هغه وخت څخه چې هغوی دا هیواد پریښودهډیر خطرناک شوی دی".

اروپايي ټولنې لا د بخښنې نړیوال سازمان دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG