د لاس رسي وړ اتصالات

د مرگ د سزاگانو زیاتوالی خواشینوونکی دی


 د مرگ د سزا مخالف فعالان د سعودي عربستان د سفارت مخې ته په بیروت کې مظاهره کوي
د مرگ د سزا مخالف فعالان د سعودي عربستان د سفارت مخې ته په بیروت کې مظاهره کوي

د مرگ د سزا د تعمیل په دودونو کې د سرغوڅول، غرغره کول، په ډزو ویشتل، د وژونکیو پیچکاریو ورکول، او پر برېښنايي څوکۍ کېنول شامل دي

د عفوې نړۍ واله اداره وايي په ٢٠١٥ کال کې د مرگ د سزاگانو زیاتوالی خواشینوونکی دی. د دغې ادارې تازه رپوټ څرگندوي چې په ٢٠١٥ کال کې ١،٦٣۴ تنه په ټوله نړۍ کې اعدام شوي دي. دغه شمېر د ٢٠١۴ کال په پرتله ٥۴ فیصده زیاتوالی څرگندوي او له ١٩٨٩ راهیسې چې د بشري حقوقو د څار ادارې کوم شمیر ثبت کړیدی، ترهغو هم ډېر زیات دی.

افغانستان په ٢٠١٥ کال کې د رئیس خدایداد په نوم یو تن اعدام کړی دی او د نړۍ د هغوهېوادونو په شمېر کې چې اعدامونه پکې کېږي، شلمه درجه لري.

د عفوې د نړۍ والې موسسې رپوټ لیکي په تېرکال کې، د اعدامونوشمېر په درې هېوادنو ایران، پاکستان او سعودي عربستان کې زیاتوالی څرگندوي.

زیاتره اعدامونه په چین، ایران، پاکستان، سعودی عربستان او متحده ایالاتو کې شوي دي. چین د نړۍ د هغوی پنځو هېوادونو په سر کې راځي چې په ٢٠١٥ کې ېې زیات کسان اعدام کړي دي:

چــــیـــن

+١٠٠٠

ایـــــــران

+٩٧٧

پـــاکستان

٣٢٦

سـعــودی عــربـستــان

+ ١٥٨

د امریکا متحده ایالات

٢٨

په دې لېست کې عراق (+٢٦)، سومالیه (+٢٥)، او مصر (+٢٢) کسان اعدام کړي دي.

د عفوې د نړۍ والی موسسې، د نړۍ والو مسایلو او څېړنې رئیسه آدري گورن وايي د خلکو اعدامول، په هرهېواد کې مختلف عوامل لري. په پاکستان کې زیاتره کسان د هغو مسایلو له امله اعدام شوي دي چی له ترهگرۍ ، افراطیت او د متشددو جرایمو له ارتکاب سره تړاو لري. خو د نورو جرایمو او عواملو له امله هم خلک اعدام شوي دي.

د عفوې دنړۍ والی موسسې، دڅېړنو رئیسه آدري گورن وايي په ایران پاکستان، او سعودي عربستان کې چې موږ د اعدامونو کوم شمېر په ٢٠١٥ کال کې ثبت کړیدی، په هغو کې ٩٠ فیصده په همدې درې هېوادونو کې شوی دي، خو د چین شمېر پکې شامل ندی.

په ایران کې د اعدام یوه بڼه
په ایران کې د اعدام یوه بڼه

په پاکستان کې د اعدام سزا بنده شوې وه، خو په پېښورکې دماشومانو پر یو ښوونځي د ترهگرۍ له برید نه وروسته چی ډېر ماشومان پکې ووژل شول، دا اعدام له سزا نه بندیز بیرته لرې کړی شو.

دعفوې نړۍ والې موسسې د منځني ختیځ او شمالی افریقا د رئیس مرستیال جېمز لېنچ وايي په ایران اوسعودي عربستان کې له اعدامونو نه د سیاسی مقاصدو لپاره هم کار اخیستل کېږی.

جېمز لینچ وايي".. دسعودی عربستان چارواکي وايي چې دوی د امنیت د تامین او ترهگرۍ سره دمبارزې په خاطر اعدامونه کوي، خو داهم څرگنده ده چی د رژیم د مخالفینو د ځپلو لپاره هم له اعدامولو نه کار اخلي".

د عفوې دنړۍ والې موسسې، دڅېړنو رئیسه آدري گورن وايي موږ د ایران په باب دېته ا ندېښمن یو چی د ترهگرۍ او افراطیت خلاف مبارزه، د رژیم د مخالفینو د اعدامولو لپاره، د یوې پلمې په توگه کارول کېږي.

د متحده ایالاتو د تکزاس ایالت په یو زندان کې د مرگ یوه خونه
د متحده ایالاتو د تکزاس ایالت په یو زندان کې د مرگ یوه خونه

رپوټ وايی په چین کې داعدامونو دشمېر مسله، ډېره ستونزمنه ده ، کېدی شي. ښايي په چین کې په زرگونو کساناعدام شوي وي، خو په شمېر کې رانشي، ځکه هلته داعدام سزا د حکومت په اسرارو کې شامله ده. ویتنام هم د خپلو اعدام شویو کسانو شمیر نه څرگندوي. بیلروس یوازینی اروپايي هېواد دی چې د مرگ له سزا نه پکې کار اخیستل کېږي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې، د اعدام سزا په شپږو ایالاتونو کې قانوني گڼل کېږي او د ١٩٩١ راهېسې د ٢٨ کسانو اعدامول ډېر کم شمېر څرگندوي.

په ٢٠١٥ کال کې د نړۍ پنځه ویشت هېوادونه معلوم دي چی د اعدام سزاگانې ېې سرته رسولی دي. په ٢٠١٥ کال کې د اعدام د سزا گانو شمېر له ٢٠١۴ نه ٢٢زیات شوی دی.

په ١٩٩٦ کال کې په ٣٩ هېوادونو کې د اعدام سزا معموله وه، خو اوس ېې شمېر ٢٥ هېوادونو ته را ټیټ شوی دی، مگر د اعدامونو شمېر زیات شوی دی.

په دې توگه د هغو هېوادونو شمېر چی د اعدام سزا پکې معموله ده، له دوو لسېزونه مخکې شمېر نه په ډېره کچه را ټیټ شوې دی.

د نړۍ په ٦١ هېوادونو کې لږ تر لږ ١،٩٩٨ کسان په مرگ محکوم شوي وو.

دنړۍ څلورو هېوادونو، فیجي، مدغاسکر، د کانگو جمهوریت او د سورینام هېوادپه ٢٠١٥ کال کې پر اعدام باندی بندیز جاری کړی دی.

دا لومړی ځل دی چې دنړۍ د ١٠٢هېوادونو په جمله کې،اکثرو هېوادونو د اعدام سزا تقریبا په بشپړه توگه له منځه وړې ده.

XS
SM
MD
LG