د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان له افغان ټولنې څخه د ښځو د ورکولو هڅه کوي- راپور


د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبان ښځو او نجونو ته د انساني حقونو په نه ورکولو سره غواړي چې دوی له افغان ټولنې څخه ګوښه کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) په خپل تازه راپور کې ویلي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د رسېدو راهیسې د ښځو په حقونو باندې سیستماتیک بریدونه او تاوتریخوالی پیل کړی دی.

د شکنجې او ناوړه چلند او په زوره د ترې تم کولو له لارو چارو څخه په ګټه اخیستو یې د ښځو لپاره د ډار یو فرهنګ رامنځته کړی او په دې کار سره یې افغانې ښځې له ټولنې څخه د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

په راپور کې ویل شوي: "له هغه راهسې چې طالبانو واک ترلاسه کړی، د حاکمو چارواکو په مقرراتو او فرمانونو کې د ښځو او نجونو انساني حقونه له پامه غورځول شوي او نقض شویدي. په دغو حقونو کې د ښوونې، خوندي او آزاد تګ راتګ او په عامه چارو کې د ګډون او د نظر او بیان د څرګندولو حقونه شامل دي. د حاکم حکومت د غړو له خوا د ترې تم کولو، شکنجو او ناوړه چلند او د ټولنې اقتصادي او ټولنیز حالت د ښځو پر حقونو مستقیم اغیز کړی."

دغه سازمان وايي، که څه هم طالبانو په پیل کې ژمنه کړې وه چې د اسلام په چوکاټ کې به د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کوي، راپور زیاتوي، خو د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو په حقونو باندې په ډیرو پیچلو ډولونو بریدونه کیږي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، ددغه راپور د چمتولو کولو لپاره یې په افغانستان او بهر کې له لسو ښځو سره مرکې کړيدي او دا ورته جوته شوېده چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی او له طالبانو سره په دې هکله د ډیالوګ فرصتونه مخ په کمېدو دي.

په ورته وخت کې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ښوونکي ورځ ونمانځل شوه. د طالبانو د حکومت چارواکو په دغه ورځ په داسې حال کې د افغانستان ټولو برخو ته د ښوونې پرغځولو ټینګار وکړ چې په دغه هېواد کې له شپږم ټولګي پورته په لسګونو زره نجونې له زده کړو محرومې دي.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د ښوونکي د ورځې د لمانځلو په مناسبت وویل چې ۲۰ زره نور ښوونکي به د پوهنې د وزارت په چوکاټ کې په کار وګماري او ژمنه یې وکړه چې په کومو ځایونو کې چې د ښوونځیو، مدرسو او تخنیکي او مسلکي تعلیماتو د موسسو کمښت وي، هلته به نوي تعلیمي مرکزونه پرانیزي.

د طالبانو حکومت د کورنیو او نړیوالو فشارونو سره سره تراوسه له شپږم ټولګي پورته زده کونکو نجونو پرمخ ښوونځي ندي پرانیستي.

XS
SM
MD
LG