د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ښځو د حقونو دفاع، له پامه غورځولې ده


د بخښنې د نړیوال سازمان عمومي منشي امریکا وویل له افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د وتلو سره سم نړیوالې مرستې هم کمې شوې.
د بخښنې د نړیوال سازمان عمومي منشي امریکا وویل له افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د وتلو سره سم نړیوالې مرستې هم کمې شوې.

د بخښنې د نړیوال سازمان عمومي منشي سلیل شیټي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، چې له افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د وتلو سره سم د نړیوالو مرستندویو په مرستو کې هم کموالی راغلی دی او نړیوال مرستندویان باید خپلې مرستې له افغانستان سره جاري وساتي.

سلیل شیټي له رحیم ګل څاروان سره په مرکه د بشري حقونو په وضعیت هم څرګندونې کړي دي.

ښاغلي شیتي د دې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له پرځېدو وروسته په نېږدې څوارلسو کلونو کې د بشري حقونو وضعیت څنګه ارزوئ وویل "زه فکر کوم، هر هیواد چې په جګړه کې وي، تل پکې د بشري حقونو نه سرغړونې کیږي، د بخښنې نړیوال سازمان د ملکي تلفاتو مسئله را پورته کړې، د دواړو اړخونو پخوا د نړیوالو ځواکونو له اړخه او البته پدې وروستیو کې د افغان ځواکونو له خوا. متاسفانه افغانستان د بشري حقونو زیاتې سرغړونې لیدلي دي، په مثبت اړخ که دوه ټکي یادووم، د نوي حکومت په راتګ دا حکومت بشري حقونو ته ژمن دی، لږ تر لږه په ويناوو کې، خو اوس د عمل وخت دی، دوهم، خلک اوس زیات په بشري حقونو پوهېدلي دي، رسنۍ دا مسائل اوس زیات تر پوښښ لاندې راولي، حقوقي چوکاټ هم شتون لري، ډېر څه شوي، اساسي قانون شته او نور حقوقي چوکاټ هم تیار شوي دي، خو لوی ګواښ تطبیق دی."

د امریکا غږ خبریال له ښاغلي شیټي څخه پوښتلي چې آیا تاسې پدې هیواد کې ددې خطر وینئ، چې د ٩٠ لسیزې ترخې تجربې به بیا تکرار نه شي؟

ښاغلی شیټي وایي "زه فکر کوم، خطر شته، افغانستان د خطر په لیکه دی، بدبختانه چې وو هم، خو دا مزل ندی، دا چې څنګه به افغانستان پرمخ ځي، دا د حکومت په کړنو پورې تړلې ده، تېره ورځ مونږ له ولسمشر غني او اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله سره ولیدل، ولسمشر غني دا را یاده کړه، چې هغه باید په امنیتي مسائلو کې د بشري حقونو او عدالت توازن وساتي.

خو زمونږ ځواب دې مسئلې ته دا دی، چې که تاسې بشري حقونه تامین کړئ او عدالت خوندي کړئ، نو امنیت لرلی شئ. دا معنی چې تاسې لومړی امنیت ولرئ او بیا بشري حقونه تامین کړئ. دا دواړه باید یوځای په حرکت کې وي.

په افغانستان کې په منځنۍ کچه یوه کس ته ناامني له دې امله ده، چې بشري حقونه نقض شوي دي، ځکه ملکي وګړي خوندي ندي، مونږ فکر کوو، پدې هیواد کې اوږد مهال امنیتي اواری پدې کې دی، چې بشري حقونه خوندي شي او عدالت پلی شي."

دا چې درې مهمې مسئلې کومې دي چې ښاغلی شیټي یې په بېړه له افغان حکومت او د هغه د نړیوالو ملاتړو څخه یې د تعامل تمه لري، په اړه یې ښاغلی شیټي وایي "یوازینۍ مهمه پوښتنه دا ده، چې ددې هیواد په راتلوونکي کې بشري حقونه څنګه ځای لري. مونږ پدې باور لرو، چې پدې هیواد کې د اقتصادي پیاوړتیا، سیاسي ثبات او ټولنیزې هوساینې لپاره د بشري حقونو تامین اړین دي.

له ښځو سره د تاوتریخوالي مسئله، د ښځو مصؤنیت، او د ښځو وضعیت مونږ لپاره مهم مرکزي مسائل دي، دوهمه مسئله د کورنیو بې ځایه شوو مسئله ده، پدې هیواد کې له اووه سوه زرو پورې کورني بې ځایه شوي دي، زیاتره یې د جګړو له امله خو یوه برخه یې د طبیعي پېښو له امله هم بې ځایه شوي دي. دا هیواد اوس د بې ځایه شوو لپاره ښه پالیسي لري، خو مونږ عملي ګامونه غواړو چې واخېستل شي.

درېیمه مسئله د نړیوالې ټولنې د رول ده، د ناټو ځواکونه په وتو دي، د نړیوالو مرستندویو لیوالتیا هم مخ په راکمېدو ده، دا یو بد وخت دی، چې نړیوال مرستندوی هم وځي، په ځانګړي ډول د ښځو په مسئله کې، چې دا د اوږدې مودې د تغییر مسئله ده، زمونږ پيغام نړیوالو مرستندویو ته دا دی، چې پاتې شي او د افغانستان راتلوونکي ته ژمن واوسي."

د امریکا غږ خبریال پوښتلي چې دلته د اسلامي دولت یا داعش په تړاو مخ په زیاتېدونکې اندېښنې شته، په عراق او سوریه کې ددې ډلې د بشري حقونو نه د بې مثاله سرغړونو ته په کتو، آیا فکر کوئ، چې په افغانستان کې به هم ورته بېلګې تکرار شي؟

ښاغلی شیټي وایي "مونږ په تېرو درېیو ورځو کې په کتنو کې پدې زیات بحث کړی دی، د اسلامي دولت په شتون دلته مختلف نظرونه شته دي، خو اصلي مسئله دا ده، چې دلته به په افغانستان کې ډېر داسې خلک وي، چې اسلامي دولت سره خواخوږي لري، البته دا یو حقیقت دی، خو طالبانو او اسلامي خوځښتونو ته دا کورنی هیواد دی، دا افغان حرکتونه دي. زه زیات ددې پوښتنې په تړاوو اندېښنه کې نه یم. خو پوښتنه دا ده چې دا ډلې څنګه پیاوړې شوې، دوی څنګه لومړی رامخته شول، که دا القاعده ده، که طالبان یا اسلامي خوځښتونه دي، مونږ باید لاملونه یاد کړو، لاملونه یې فقر، بې عدالتي، نا برابري، د بشري حقونو سرغړونې، اداري فساد، ملیونه ځوانان شته، چې کار نه لري، اقتصادي واقعیتونه خراب دي، د مجرمینو د سزا سیستم چې نه وي، ترڅو په شفافیت او مساوي ډول عمل وکړي. حل دا ندی، چې دوی په کوم نوم یاد شي، طالبان یا اسلامي دولت، مسئله دا ده لاملونه وپلټل شي.

تاسې دلته د پوهنې سیستم ته وګورئ، په حقیقت کې ولسمشر غني ویل چې نصاب کې داسې هم راغلي، چې څلور ټوپکه او دوه ټانګه شپږ کیږي، نصاب له تاوتریخوالي ډک تصور ورکوي، بشري حقونه باید په تعلیمي نصاب کې دخیل شي."

د طالبانو سره د خبرو په هکله د افغان حکومت د هڅو په اړوند او دا چې په سیاسي سیستم کې د طالبانو د داخلیدو په هکله باید کوم مخکیني شرطونه باید اوسي ښاغلی شیټي وایي "د سولې بهیر دې هیواد کې ډېر پېچلی بهیر دی، البته هرڅوک غواړي، چې دوامداره سوله وي، ځکه تلپاتې سوله له دې هیواد سره مرسته کوي، چې پرمختګ وکړي، خو مونږ لپاره سوله او عدالت دواړه مهم دي، د انتقالي عدالت مسئله او هغو ته چې د بشر ضد په جرمونو مرتکب شوي معافیت، باید له پامه و نه غورځول شي، له طالبانو سره د خبرو لپاره مخکیني شرایط څنګه وي، دا سیاسي پرېکړه ده چې حکومت یې وکړي، خو د بخښنې د نړیوال سازمان له نظره، کومې لاسته راوړنې چې دې هیواد په تېرو پنځلسو کلونو کې لرلي، که دا د ښځو په برخه کې وي، نو دا به تراژيدي وي، چې دا لاسته راوړنې له لاسه ورکړل شي.

په نړیواله کچه دا مهمه ده، چې اسلام د بشري حقونو په ضد ندی، باید له طالبانو او نورو اسلامي حرکتونو سره پرانستی بحث وشي، چې د بشري حقونو په ارزښتونو کې څه دي، ایا د بشري حقونو دا توری ګیچ کوونکی دی، که ازاد بحث وي، نو طالبان او نور اسلامي حرکتونه پوهیږي، چې بشري حقونه د قدرتمندو لپاره ندي، دا عامو خلکو لپاره دي، دوی به د بشري حقونو د ارزښتونو ملاتړي شي، نو زه فکر کوم د مخکینو شرطونو خبره نده، خبره دا ده چې څرګنده وي، چې هیواد څنګه پرمخ ځي."

XS
SM
MD
LG