د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان باید د اعدامولو لړۍ بنده کړي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې له خوا د غزني په ولایت کې دوه تنو ته د اعدام د سزا د تطبیق په تړاو د نړیوالو غبرګونو په لړ کې د بخښنې نړیوال سازمان هم په عام محضر کې د اعدام د پریکړو تطبیق سره مخالفت ښودلی او دا ډول اقدامات یې د ژوند د حق سره په ټکر کې ګڼلي دي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ فبرورۍ ۲۳ ( کب څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه کې د طالبانو د چارواکو څخه د اعدام د لړۍ د بندیدو او د اعدام د سزا د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

په دې اعلامیه کې د دې سازمان د جنوبي اسیا د سیمه ‌ییزې مرستیالې لیویا ساکاردي، له قوله لیکل شوي: " مونږ د ټولو اعدامونو سره مخالف یو ځکه چې دا د ژوند د حق څخه سرغړونه ده . طالبان په پرله پسې ډول په عام محضر کې اعدامونو ته دوام ورکوي کوم چې د انساني کرامت څخه د ډیرې سختې سرغړونې تر څنګ د نړیوالو قوانینو او معیارونو څخه هم سرغړونه ده چې هیڅ د زغملو نه دي".

د طالبانو د حکومت سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې درې ګونو محکمو د پریکړې او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د تائید وروسته یې د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۲ (کب درییم) د غزني ولایت د علي لالا کلي د فوټبال سټډیوم کې پر دوو تنو باندې په عام محضر کې د اعدام سزا تطبیق کړې ده.

دغو دوو تنو څه موده وړاندې د میدان وردک او غزني په ولایتونو کې دوه تنه په چاقوګانو باندې وژلي وو.

د بخښنې نړیوال سازمان په دغه اعلامیه کې ویلي چې طالب چارواکي باید په بیړني ډول د اعدامونو لړۍ بنده کړي او مرګ سزا باید چې لغوه کړي.

همداشان دغه سازمان د طالبانو له خوا په عامو ځایونو کې د انساني ضد او د سپکاوي ډکو سزاګانو د تطبیق د بندیدو غوښتنه هم کړې ده.

دغه سازمان ویلي چې په عامو ځایونو کې د اعدام د سزا د تطبیق پر مهال ددغې سزا قرباني چې د کوم ظلم سره مخ کیږي همداشان هغوی چې ددې سزا د تطبیق ننداره کوي هم د ورته حالت سره مخ کیږي.

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو تر حاکمیت لاندې د عادلانه محاکمې ترسره کیدل هم تر پوښتنې راوستي او ویلي دي چې د عادلانه محکمې د ساتنې د حق په برخه کې لا هم جدي اندیښنې شته دی.

لیویا ساکاردي ویلي: " اوس ددې وخت دی چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه پر طالبانو باندې د څرګندو بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله فشار راوړي ترڅو دا ډاډ او دا مرسته ترلاسه شي چې په افغانستان کې د نړیوالو حقونو خوندیتوب ته درناوی کېږي."

د بخښنې د نړیوال سازمان ددې اعلامیې دمخه په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ویاند سټیفن دوجاریک هم په جلا جلا څرګندونو کې د طالبانو د سترې محکمې له خوا په غزني کې دوو تنو ته د اعدام د سزا تطبیق سره مخالفت ښودلی وو.

سټیفن دوجاریک ویلي: "مونږ د اعدام د سزا څخه د کار اخیستنې پر وړاندې په ټینګ ډول ودریږو او زه فکر کوم په عام محضر کې د دغه اعدام بڼه په ځانګړي ډول ناوړه عمل دی".

یوناما هم ویلي چې دا دفتر د اعدام د سزا سره کلک مخالف دی. د ملګروملتونو دغه دفتر له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې دې د اعدام د سزا تطبیقول لغوه کړي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په میاشت کې واک ته د رسیدلو وروسته د ۹۰مې لسیزې په وروستیو کې د خپلې لومړنۍ دورې په څیر په عام محضر کې ښځو او سړو ته د تعزیري سزاګانو ورکول پیل کړي دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو د اعتراضونو سره سره په عام محضر کې د قصاص د حکم د تطبیق سربیره د نورو تعزیري سازګانو تطبیق ته هم دوام ورکړی دی.

طالبانو لا د بخښنې نړیوال سازمان دغې اعلامیې ته لا غبرګون نه دی ښودلی خو د طالبانو یو شمیر چارواکو د اسلامي شریعت پر اساس د قصاص د حکم د تطبیق څخه ملاتړ کړی او هغوی چې ددې پریکړې له تطبیق سره مخالفت کوي د اسلام د دین څخه په بې خبرې تورن کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوناما یو راپور ته په غبرګون کې ویلي و چې د افغانستان له ۹۹ څخه زیات خلک د اسلام د دين د اصولو پابند دي، چې د همدې له امله قوانین د اسلام د دین د ارشاداتو او احکامو سره سم ټاکل کیږي.

دغه وزارت ویلي و چې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو او اسلامي قوانینو ترمنځ د ټکر په صورت کې دولت مکلف دی، چې د اسلامي قوانینو پیروي وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG