د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښني نړیوال سازمان پاکستان ته: د پي ټي ام غړي ژر خوشې کړئ


د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې پي ټي ام د پښتنو د حقونو لپاره سوله ایزه مبارزه کوي
د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې پي ټي ام د پښتنو د حقونو لپاره سوله ایزه مبارزه کوي

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوي غړي دې بي قید او شرط خوشې کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې د پاکستان پولیسو یې په تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۱۹ غړي نیولي او بندیان کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په دې اړه د چهارشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې د دغه غورځنګ غړي له سوله ایزې لارې په "پاکستان کې د پښتنو پر ضد د تبعیض ختمولو، د محکمې د حکم پرته د(خلکو) د وژلو او په جبري ډول د (خلکو) د تري تم کولو د بندولو لپاره سوله ایز احتجاجونه کوي."

په تازه پېښه کې د دغه غورځنګ یوه غړې ګلالۍ اسماعیل د چهارشنبې په سهار په آسلام اباد کې ونیول شوه. د بخښنې نړیوال سازمان وايي ګلالۍ اسماعیل او نور فعالان باید ژر تر ژره پرېښودل شي.

پي ټي ام وايي څو ورځې مخکې په بلوچستان کې پولیسو د دغه غورځنګ یو غړی، ارمان لوڼی، شکنجه کړی چې بیا مړی شوی دی. د بخښنې نړیوال سازمان د دغې پېښې د پلټنې غوښتنه هم کړې ده.

خو پاکستاني چارواکي وايي چې هغه د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی. له دغې پېښې وروسته د پښتنو ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین په پاکستان کې دننه او له پاکستان څخه د باندې په خپلو پلویانو غږ وکړ چې احتجاجونه وکړي دا پېښه وغندي.

پي ټي ام وايي د نړۍ په شاوخوا ۴۰ ښارونو او سیمو کې د دوی غړو او فعالانو احتجاجونه وکړل.

XS
SM
MD
LG