د بخښنې نړیوال سازمان په کابل کې د معتادینو د درملنې په یو مرکز باندې د پاکستان د هوايي برید په اړه د څېړنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د نړیوالو قوانینو له مخې دغه برید ښايي جنګي جرم وګڼل شي.
دغه سازمان د سه شنبې په ورځ (جولای ۲۲مه) په یو راپور کې ویلي، داسې کوم شواهد یې نه دي موندلي چې د پاکستان هغه ادعا ثابته کړي چې ویلي یې وو، د معتادینو د درملنې په دغه مرکز کې وسلې او مهمات ځای په ځای شوي وو. په راپور کې ویل شوي چې د درملنې دغه مرکز چې د کلونو راهیسې یې فعالیت کاوه، د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې خوندي و.
د بخښنې نړیوال سازمان د څیړنې له مخې، د امید په نوم د معتادینو د درملنې په مرکز باندې د مارچ د ۱۶مې په هوايي برید کې لږترلږه ۲۶۹ ملکي کسان وژل شوي او ۱۲۲ نور ژوبل شوي وو. د تلفاتو دغه شمېرې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) له خوا تائید شوي دي.
دغه سازمان ویلي چې په برید کې، په وسله والو شخړو کې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره د وضع شویو د توپیر او احتیاط له اصولو څخه سرغړونه شوې ده.
ددغه سازمان د جنوبي اسیا د څانګې سرپرستې ایزابیل لاسي وویل: "پر امید مرکز برید د نړیوال بشردوستانه قانون جدي سرغړونه ده او ښايي د جنګي جرم تر کچې وګڼل شي. "
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په دې اړه په څېړنه کې یې له ۶۰ څخه زیات عکسونه، د سپوږمکۍ انځورونه او ویډیوګانې اروزوي او له ۱۱ شاهدانو سره یې مرکې کړې دي. په دغو کسانو کې د مرکز پخواني کارکوونکي، روغتیايي پرسونل او د قربانیانو د کورنیو غړي شامل دي.
ددغه سازمان په وینا، شواهدو د برید په ځای کې د وسلو او مهماتو د ځای په ځای کولو هېڅ نښه نه ده ښودلې، او داسې شواهد هم نه دي موندل شوي چې ګواکې پاکستان له برید وړاندې خبرداری ورکړی وي.
د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي چې د دې برید په اړه یوه خپلواکه، شفافه او هر اړخیزه څېړنه وکړي، او که د جنایي مسؤلیت لپاره کافي شواهد موجود وي، مسؤل کسان دې حساب ورکولو ته راکاږي.
پاکستان ویلي، د دې بریدونو هدف د وسله والو زیربناوې او د مهماتو زیرمتونونه و.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د جولای په نهمه یې له پاکستاني چارواکو څخه د لا زیاتو معلوماتو غوښتنه کړې وه، خو ددغه راپور تر خپرېدو پورې یې هیڅ ځواب نه و ترلاسه کړی.
فورم \ دبحث خونه