د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې سازمان: طالبان دې پنجشېر کې د ملکیانو خپلسرې وژنې او نیونې بندې کړي 


د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا په پنجشېر ولایت کې د طالبانو له خوا "د ملکي وګړو په ناقانونه وژنې او خپلسري توګه توقیف کولو" اندېښنه ښودلې او پر دغې ډلې یې غږ کړی چې په دغه ولایت کې د ملکي وګړو له وژلو لاس واخلي.

د بخښنې په نړیوال سازمان کې د جنوبي اسیا د څانګې څیړونکي، زمان سلطاني، د پنجشنبې په ورځ جون ۱۶ (غبرګږلي ۲۶) ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې دغه سازمان په پنجشیر کې د طالبانو له خوا د ملکي خلکو د شکنجه کولو، خپل سري توقیف او غیر قضایي وژنو ډیر راپورونه ترلاسه کړي دي.

ښاغلي سلطاني زیاته کړه: "د تیرو دوو اونیو پیښې ښيي چې پرته له شکه د طالبانو له خوا غیر قانوني اعدامونه او په خپل سري نیونې موجودې دي. د بشري حقونو دا جدي سرغړونې په سیمه کې د ویرې او بې باورۍ فضا رامینځته کوي، د نړیوال بشري قانون څخه سرغړونه کوي، او کیدای شي دا جنګي جرمونه وي."

د بخښنې په نړیوال سازمان کې د جنوبي آسیا دغه څیړونکي دا هم ویلي چې طالبان باید سمدستي ټول هغه ملکي وګړي چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې - د طالبانو مخالف وسله واله ډله کې د غړیتوب په تور په پنجشیر کې د دې ډلې لخوا توقیف شوي خوشې کړي.

ددې سازمان په بیان کې دا هم ویل شوي چې د بخښنې نړیوال سازمان د هغو راپورونو په اړه ژوره خواشینی دی چې طالبانو په پنجشیر کې بندیان شکنجه کړي او حتی په ځینو مواردو کې د هغوی د مړینې سبب شوي.

د بخښنې نړیوال سازمان د پنجشیر ولایت د مرکز بازارک د اوسېدونکی عبدالمنیر د مړینې یادونه کړې چې ویل کېږي دوه اونۍ وړاندې په دغه ولایت کې د "طالبانو د شکنجو او وهلو" له امله مړ شوی دی.

ښاغلي سلطاني زیاته کړې ده: "په داسې حال کې چې طالبانو د ملکیانو د وژنو په اړه راپورونه رد کړي، خو دا پېښې د طالبانو په لیکو کې د حساب ورکونې نشتوالی ښیي. طالبان د افغانستان د باالفعله مقاماتو په توګه باید ددغو پیښو په اړه د بشپړه، ناپیلو او خپلواکو پلټنو لپاره سمدستي اقدام وکړي او د شکنجې، خپلسري نیولو او غیر قضايي اعدامونو مسوولین محاکمه کړي."

دا پداسې حال کې دي چې د بشري حقونو د څار سازمان د جون په ۱۰مه (غبرګولي ۲۰) یو راپور خپور کړ چې طالبان یې په پنجشېر ولایت کې د وسله والې مخالفې ډلې (مقاومت جبهې) سره د همکارۍ په شک په ناقانونه توګه د ملکي وګړو په توقیف او شکنجه کولو تورن شوي دي. په راپور کې ویل شوي چې دغه ولايت ته په زرګونو پوځيان استول شوي او په دغه ولايت کې د مقاومت له جبهې سره د اړيکو په تور د ځايي خلکو د نيولو هڅه کوي.

طالبانو تر اوسه د بخښنې د نړیوال سازمان د اندېښنو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په پنجشیر ولایت کې د ملکي وګړو د وژنې یا په خپلسري ډول نیول کېدل رد کړي دي.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تېره اوونۍ ددې ډلې د غړو له خوا د غیر قضايي توقیف او د ملکي وګړو د شکنجې په اړه د بشري حقونو د څار ادارې راپور ناسم وباله او ویې ویل چې د دوی غړو په پنجشیر کې دا کار نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG