د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان د الهه دلاورزۍ په ورکیدنه اندیښنه ښودلې  


د بخښنې نړیوال سازمان د الهه دلاورزۍ په نوم د یوې نجلۍ د ورکیدو خبر ورکړی چې څلور میاشتې وړاندې یې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره کړې وه او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند سعید خوستي یې په جنسي تیري او شکنجه کولو تورن کړی و.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د ډسمبر په پنځمه (لیندۍ ۱۴) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د الهه دلاورزۍ کورنۍ د بخښنې نړیوال سازمان ته خبر ورکړی چې دا مېرمن د ۲۰۲۲ کال د نومبر له ۱۱مې راهیسې لادرکه ده.

د هغې کورنۍ همداشان د بخښنې نړیوال سازمان ته ادعا کړې چې الهه دلاورزۍ د طالبانو لخوا نیول شوې او اوس د دې ډلې د استخباراتو په دفتر کې بندي ده.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې یو شمېر سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د الهه دلاورزۍ کورنۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د نړیوالې ورځې په مناسبت یوناما ته په یو پرانیستي لیک کې د حقاني شبکې له خوا د هغې د تښتولو خبر ورکړی دی.

د دغو راپورونو له مخې ددغې نجلۍ کورنۍ ادعا کړې چې دوی داسې شواهد لري چې ښيي هغه د "حقاني شبکې" له خوا په پاکستان کې تښتول شوې او کابل ته له لېږدولو وروسته بیا زنداني شوې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د دغې نجلۍ د ورکیدو په اړه ژوره اندیښنه لري او له طالبانو یې غوښتي دي چې که الهه د دوی په توقیف کې وي نو هغه دې "پرته له قید او شرطه" خوشې کړي.

دغه سازمان همداشان د طالبانو له چارواکو غوښتي چې اغلې الهي ته اجازه ورکړي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د لومړي ځل لپاره د سږ کال د سنبلې په میاشت کې په ټولنیزو رسنیو کې د څو ویډیوګانو په خپرولو سره الهه دلارازۍ ادعا وکړه چې د تیر کال د عقرب په میاشت کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو په څانګه کې له جنسي تیري وروسته سعید خوستي د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت پخواني ویاند هغه په زور او جبر مجبوره کړه چې ورسره واده وکړي.

دغې میرمنې ویلي وو: "زه ډیره ووهل شوم، هلته (د طالبانو د استخباراتو په اداره) راباندې جنسي تیری وشو، نه پوهیدم چې څه وکړم، دوی زما فلم ړاخیست. سعید خوستي مې فلم واخیست او وروسته یې ذه وګواښلم چې هغه خپروي او زه یې ډیرو بدو کارونو ته اړ کولم.»

خو سعید خوستي هغه مهال د الهي دلاورزۍ د ادعاوو په اړه غبرګون وښود او ویې ویل: "شپږ میاشتې مخکې د الهه په نوم له یوې نجلۍ سره د هغې د خوښې په اساس واده وکړ، وروسته مې ولیدل چې هغه په خپله عقیده کې ستونزه لري، ما هڅه وکړه چې د نصحیت او بحٍ له لارې یې د عقایدړ ستړنزه حل شي مګر نتیجه یې ورنکړه."




ښاغلي خوستي همداشان پر اغلې الهې مقدساتو ته د سپکاوي تور ولګاوه، چې د ده په خبره ثبوتونه هم لري. د طالبانو دغه غړي د دغې نجلۍ شکنجه او وهل رد کړل او زیاته یې کړه چې اوس یې "طلاق" کړی ده.

XS
SM
MD
LG