د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې رئیس عبدالحق وثیق ته په یو لیک کې یو ځل بیا د طالبانو له بند څخه د افغان خبریال مهدي انصاري د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان د سه شنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ څلورم (سلواغې ۱۶) د طالبانو د استخباراتو د کارکوونکو له خوا ددغه افغان خبریال نیول "په خپلسر" او د اندیښنې وړ بللي او ویلي دي چې هغه ددغې ډلې په زندان کې د شکنجې او ناسم چلند سره مخ شوی دی.
مهدي انصاري د تیر ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په پنځم (تلې ۱۴) د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست د کارکوونکو له خوا نیول شوی و او د هغې نیټې راهیسې د طالبانو سره په زندان کې ورځې شپې تیروي.
د خبریالانو د ملاتړ ادارو د معلوماتو له مخې هغه د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د طالبانو د یوې محکمې له خوا پر ۱۸ میاشتو بند باندې محکوم شوی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا ویلي چې د مهدي اصاري د روغتیا په اړه اندیښنه لري. دغه سازمان د ادعا له مخې مهدي انصاري په کابل کې طالبانو د استخباراتو د ریاست اړوند په "۴۰ ریاست" کې شکنجه شوی او په یو انفرادي بند خونه کې ساتل شوی دی.
دغه سازمان د طالبانو له خوا په بند کې د مهدي انصاري ساتل د "بیان د ازادۍ او بشري حقونو څخه څرګنده سرغړونه" ګڼلې ده.
بخښنې نړیوال سازمان په دې لیک کې ویلي: "مهدي انصاري د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په اول پرته له دې چې مدافع وکیل ته لاس رسی ولري د خپلې کورنۍ په غیاب کې کابل کې د طالبانو په محکمه کې په غیر عادلانه ډول محاکمه شو. د طالبانو قاضي تیرو راپورونو ته په اشارې او د بیان د ازادۍ څخه په ګټې اخیستنې هغه د طالبانو حاکمو چارواکو پر خلاف په تبلیغ باندې تورن کړ او [انصاري] یې پر یو نیم کال بند باندې محکوم کړ".
ددغه سازمان د معلوماتو پراساس اوس مهال مهدي انصاري د طالبانو د استخباراتو په زندان کې ساتل کیږي او د هغه د کورنۍ غړو د څو اونیو سرګردانۍ وروسته په زندان کې ورسره کتلي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبانو مهدي انصاري د خبریالۍ د فعالیتونو په ځانګړي ډول د کابل په لویدیځ کې د یو ځانمرګي برید د قربانیانو د تلین ټه تړاو د فیسبوک پر خپله پاڼه د انتقادي لیکنې وروسته نیولی او په زندان کې اچولی دی.
ددې دمخه د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي چې د مهدي انصاري د نیولو وروسته د طالبانو د استخباراتو ریاست کارکوونکو د هغه کورنۍ ته ویلي وو چې انصاري په یوټیوب چینل باندې د طالبانو پر ضد د یوې ویډیو د خپریدو له امله نیول شوی دی.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي چې په یوتیوب باندې پر خپره شوې دغې ویډیو کې د شیعه ګانو د یو دیني عالم ایت الله واعظ بهسودي وینا شامله وه چې هغه په کې پر طالبانو باندې انتقادونه کړي وو.
د بخښنې نړیوال سازمان ددې دمخه هم د طالبانو له خوا د خبریالانو په نیولو اندیښنه ښودلې وه او د مهدي انصاري په ګډون د افغان خبریالانو د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې وه.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، اوس وخت د مهدی انصاري ترڅنګ درې نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې له دوو تر دریو کلونو بند ته محکوم شوي دي، د طالبانو سره په بند کې دي.
دغه مرکز د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په وروستیو کې په خپل راپور کې ویلي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د رسنیو او خبریالانو د حقونو څخه د سرغړونې ۱۸۱ پېښې ثبت شوې دي، چې په دې کې د ۱۸ رسنیو د فعالیت ځنډول او د ۵۰ خبریالانو نیول شامل دي.
د بېپولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۴ کال په کلني راپور کې چې د دسمبر په ۱۲مه (لیندۍ ۲۲مه) خپور شو، راغلي چې افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه په نړۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۸م ځای خپل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي دي، چې حالت د دې ډلې د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱) کلونو ته ورته شوی. په هغه وخت کې تلویزیوني خپرونې او تصویر اخیستل په بشپړ ډول منع شوي وو.
کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول، څه باندې ۸۴۰۰ رسنۍ په افغانستان کې فعالې وې. خو د بېپولې خبریالانو سازمان د راپور له مخې، د طالبانو د درې کلنی واکمنۍ په بهیر کې شاوخوا ۳۰۰۰ رسنۍ خپل فعالیتونه بند کړي دي.
فورم \ دبحث خونه