د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیوال سازمان کابل کې د لادرکه شوو ښځينه فعالانو په اړه اندېښنه ښودلې


کابل کې لادرکه شوي ښځينه فعالانې
کابل کې لادرکه شوي ښځينه فعالانې

د بخښنې نړیوال سازمان په کابل کې د دوو معترضو ښځینه فعالانو د ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو څخه یې غوښتي چې د دغه مېرمنو د نیولو په صورت کې، باید ژر تر ژره هغوی خوشي کړي.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ جنورۍ ۲۵ (سلواغې پنځمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل په افغانستان کې د ښځو د حقوقو په اړه د «طالبانو د تبعیض امیزه سیاستونو» په وړاندې له انتقادي غږونو څخه شمېرل کیږي.

که څه هم یو شمېر مدني فعالانو د ناروې کنفرانس کې د یادو ښځو د برخلیک په اړه اندېښنه شریکه کړې، خو تر دا مهاله یې کومه روښانه نتیجه نه ده ورکړې. چې دغه دوې ښځینه فعالانې چیري دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبان باید ددغه دوو مېرمنو د نیولو څخه د انکار پر ځای باید د هغوی د ساتل کېدو د ځای په اړه معلومات ورکړي.

دغه سازمان ویلي:"په کابل کې ښځینه فعالانو چې ادعا کړې ده چې طالبانو تمنا و پروانه نیولي او شکنجه کړي دي. طالبانو باید د عملي چارواکو په ډول باید ژ تر ژره دغه پېښه وڅېړي او دغه دوو فعالانو د نیول کېدو په صورت کې باید ژر تر ژره له خپل بند څخه خوشي کړي."

تیره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني‌ سره د نیول شویو افغان ښځینه فعالانو په اړه لیدلي دي.

یوناما ویلي چې مېرمن لاینز له ښاغلي حقاني څخه غوښتي چې د هغو دوو نیول شویو ښځو د قضیې په اړه دې پلټنه وکړي چې د راپورونو په اساس تېره اونۍ له خپلو کورونو څخه تښتول شوې دي.

د یوناما مشرې همدغه راز له دغه طالب چارواکي څخه غوښتي چې د دغو فعالانو ازادي‌ هم تضمین کړل شي.

یادې ښځینه فعالانې چې د حجاب او طالبانو د یولړ نورو محدودیتونو پر ضد یې د کابل ښار په وروستیو لاریونونو کې برخه اخیستې وه، د تیرې چهارشنبې په شپه یوې ویډیو کې ادعا وکړه چې د طالبانو اړوند کسانو یې پر کور چاپه وهلې ده.

د یادې ویډیو تر خپرېدو وروسته د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست په دغه پېېښه کې خپل لاس لرل رد کړل.

یاد ریاست پر خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې دوی په دې اړه معلومات نلري او نه هم یاده مېرمن د دوی د کسانو لخوا نیول شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم تیره ورځ وویل چې د تمنا زریاب پریاني په نوم مېرمنې پر کور د «اسلامي امارت» د هیڅ ارګان لخوا چاپه نه ده وهل شوې:"متاسفانه ځينې کسان په اروپايي هيوادونو کې د پناه اخیستو او د مجاهدينو د بدنامۍ په غرض دا ډول هڅې کوي خو دا ډول کړنې په مجاهدینو پوري هیڅ تړوا نه لري."

XS
SM
MD
LG