د لاس رسي وړ اتصالات

امنېسټي انټرنیشنل پر افغانستان د هوایي بمبارۍ د څېړنې غوښتنه کوي، پاکستان د جنګي جنایت ادعاوې ردوي

پاکستان د بخښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې یې په افغانستان باندې هوايي بریدونه جنګي جنایت دی.

پاکستان دا غبرګون وروسته له هغې څرګند کړ چې د بخښنې نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې ادعا وکړه چې د سږ کال د مارچ په میاشت کې په کابل کې د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز په برید کې ملکي وګړي وژل شوي او ښايي نړیوال بشري قانون تر پښو لاندې شوی وي.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، په دغه برید کې ملکي تلفات اوښتي او د پېښې د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

د راپور په غبرګون کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي، ویلي چې د بخښنې نړیوال سازمان موندنې د د حقوقي کمپاین یوه ارزونه ده، نه قضايي پرېکړه، او د پولې هاخوا د ترهه ګریزو پراخ فعالیتونه او امنیتي وضعیت له پامه غورځوي.

اندرابي ویلي، د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان د عملیاتي استخباراتو او د هدف ټاکلو ارزونو ته لاسرسی نه درلود. هغه زیاته کړه چې د پاکستان د استخباراتي معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ د چاودېدونکو توکو د زېرمتون په توګه کارېده.

خو د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې داسې هېڅ شواهد یې نه دي موندلي چې د پاکستان دا ادعا ثابته کړي چې د برید پر مهال د "امید" د درملنې مرکز د وسلو، مهماتو یا نورو پوځي موخو لپاره کارول شوی وي.

د پاکستان پوځ په دغو بریدونو کې د "امید" د معتادینو د درملنې مرکز، چې د شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو د ساتنې ظرفیت یې درلود، هم په نښه شو.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مشرې، ایزابیل لاسي، ویلي: "پر امید مرکز برید د نړیوال بشري قانون څخه جدي سرغړونه ده او ښايي د جګړې جنایت وبلل شي."

د بخښنې نړیوال سازمان د خپلو تازه څېړنو پر بنسټ ویلي چې موندنې یې ښيي، د کابل د امید په نوم د معتادینو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید باید د احتمالي جنګي جنایت په توګه وڅېړل شي.

د امید پر مرکز له برید وروسته، د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطاالله تارړ په خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د پاکستان د هوايي ځواک د "بریالیو او دقیقو" بریدونو په پایله کې "په کابل کې په دوو ځایونو کې د پوځي ملاتړ تخنیکي زیربناوې او د مهماتو زېرمې په مؤثره توګه له منځه یوړل شوې."

تارړ دا ادعا هم کړې وه چې "وروستیو چاودنو په څرګنده توګه وښودله چې په نښه شویو ځایونو کې د مهماتو لویې زېرمې موجودې وې."

خو د بخښنې نړیوال سازمان پاکستان تورن کړی چې د اسلام‌آباد د دغو ادعاوو د ثابتولو لپاره یې خپل قانوني مکلفیت نه دی ادا کړی.

ایزابیل لاسي ویلي: "پاکستان باید سمدستي د دې برید په اړه، په ځانګړې توګه د هغې پرېکړې د بهیر په اړه چې د دې تاسیساتو د هدف ګرځولو سبب شوه، یوه شفافه، بشپړه، خپلواکه او بې‌طرفه څېړنه ترسره او پایلې یې علني کړي."

په همدې حال کې، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، د بخښنې نړیوال سازمان څېړنه مهمه بللې او ویلي یې دي چې دغه موندنې "باید جدي ونیول شي او عملي اقدامات پرې وشي."

د بخښنې نړیوال سازمان د موندنو له مخې، د امید پر مرکز په برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي دي خو د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې، ددې مرکز په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۰۰ څخه زیات و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG