د لاس رسي وړ اتصالات

شخړو ۴.۶ میلونه افغانان بیځایه او مهاجر کړي- نړیوال راپور


د بخښنې نړیوال سازمان وایې چې د شخړو له امله دوه میلونه خلک له خپلو اصلي مېنو څخه بېځایه شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان وایې چې د شخړو له امله دوه میلونه خلک له خپلو اصلي مېنو څخه بېځایه شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وایې چې په شخړو کې د ګڼو افغانانو له بشري حقونو څخه سرغړونه شوې ده.

ددغه سازمان د ۲۰۱۷/۲۰۱۸ کلونو په راپور کې چې تازه خپور شوی د افغانستان په شمول په ۱۶۰ هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت ته کتنه شوې ده.

راپور کې راغلي چې افغانستان کې په بریدونو کې د ملکيانو وژل کېدل روان دي او زیات خلک له خپلو اصلي مېنو څخه بېځایه شوي دي.

د راپور په یوې برخې کې لیکل شوي "د هغو کسانو شمېر چې په کور دننه بېځایه شوي دي ۲ میلیونو ته اوچت شوی؛ شاخوا ۲.۶ میلیونه افغان مهاجر له هېواد څخه بهر ژوند کوي."

دارنګه، لیکل شوي چې د طالبانو او داعش په شمول ۲۰ ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي.

که څه هم چې په راپور کې په ځېنو برخو کې د پرمختګونو یادونه شوې خو اکثراً په شخړو کې او ناامنیو کې د عامو افغانانو، ښځو، ماشومانو خبریالانو او نورو اقشارو له متضرره کېدو څخه اندېښنه ښودل شوې ده.

راپور زیاتوي: "د معافیت د ختمولو په کار کې له لږ پرمختګ سربیره، افغانان په ټول هېواد کې د ربړېدو او ناوړه چلند له خطر سره مخامخ دي."

په نړۍ کې د "کرکې سیاستونه"

راپور وایې چې د یو شمېر ځواکمنو هېوادونو د رهبرانو لخوا د ویرې او کرکې سیاستونو خلک اندېښمن کړي دي. په راپور کې ادعا شوې چې د مصر، فلیپین، وینزویلا، چین، روسیې او متحدو ایالتونو د رهبرانو اعمالو د میلیونو انسانانو بشري حقونه له پامه غورځولي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان اجرائیوي مشره مارګریت هاونګ وایې چې رهبرانو "په څرګنده توګه د بشري حقونو له قوانینو څخه تېښته کړې او یا پر نورو یې د بشري حقونو له قوانینو څخه د تېښتې غږ کړی دی."

راپور د مهاجرت د تګلارو، د رسنو آزادۍ ته د نه پام کولو او د ښځو د حقونو په خاطر د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم نیوکه کړې ده. د امریکا غږ هڅه وکړه چې د سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت نظر واخلي، خو پدې کار کې بریالی نه شو.

د بخښنې نړیوال سازمان وایې چې په ۲۰۱۷ کال کې د بیان آزادۍ ته زیات پام نه دی شوی. چین، مصر او ترکیه د بیان آزادۍ ستر سرغړونکي هېوادونه بلل شوي دي.

میرمن هاونګ وایې چې یواځې پر ترکیې کې په تېرو څو کلونو کې "د بخښنې د نړیوال سازمان د عمومي رئیس او مشر په شمول، پنځوس زره خلک زنداني" شوي دي.

د بشري حقونو دغه مدافع وویل چې د خلکو نیول په مصر او چین کې هم روان دي.

په راپور کې د ښځو د ستر لاریون او د زه هم [#MeToo] تحریک د پرمختګ نښې نښانې څرګندې شوې نه دي خو ټایوان لدې امله چې د همجنس بازانو واده ته یې اجازه ورکړې، ستایل شوی دی.

XS
SM
MD
LG