د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې سازمان:افغان حکومت دې د زنداني ښځو خوشې کولو ته لومړیتوب ورکړي


افغان ښځینه زندانیانې
افغان ښځینه زندانیانې

په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخېدو سره هم مهاله د بخښنې نړیوال سازمان له افغان حکومت څخه غوښتي چې د افغان زنداني ښځو خوشي کولو ته لومړیتوب ورکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني دوې اونۍ مخکې د کرونا ویروس پراخېدو مخنیوي په هدف د زندانیانو د عفوي فرمان ورکړ چې پر اساس به یې ۱۰۰۰۰ زندانیان ازاد شي.

دغه سازمان د ولسمشر غني د یاد فرمان پر نه اجرا کېدو په انتقاد سره ویلي،"په داسي حال کې چې د یاد فرمان د صادرېدو نه څو ورځې تیري شي،تر دا مهاله د زندانیانو د ازادلو په اړه اقدامات نه دي شوي."

د بخښنې نړیوال سازمان پرون جمعه اپرېل۱۰ (وري۲۲) په یوې اعلامیې کې ګواښ کړی چې"په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخېدو د افغانستان په زندانونو کې د ښځینه زندانیانو او د هغوی د ماشومانو ژوند د خطر له ګواښ سره مخ کړی دی."

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې مسؤل براج پاتنیک، د کرونا ویروس په وړاندې د افغان حکومت اقدامات ناکافي بللي او ټینګار یې کړی چې له افغان زندانونو څخه ښځینه بندیان باید ازادې شي او خوندي ځایونو ته انتقال شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغان چارواکو د تېرې اونۍ تر پای ته رسېدو په ۳۴ ولایتونو کې د څه باندې ۳۰۰۰ زندانیانو د خوشي کېدو خبر ورکړی و.

د افغانستان د محابسو او توقیف خانو عمومي ریاست د حقوقو د څانګې رئیس عبدالله زاهد د تېرې پنجشنبې په ورځ امریکاغږ ته وویل چې د ولسمشر غني د فرمان پر اساس تر دا مهاله ۸۸ ښځې له بند څخه خوشي شوي او د نورو بندیانو خوشي کول هم جریان لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر نن شنبې اپرېل ۱۱(وري۲۳) په افغانستان کې د کرونا ویرو د مثبتو پېښو شمېر ۵۵۵ ته ورسېد.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن شنبې تر سهار اپریل۱۱ (وري۲۳) پورې ۱۰۲۷۶۴ کسان مړه کړي او تریو میلیون زیات پرې اخته دي. دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG