د لاس رسي وړ اتصالات

امرالله صالح: د سپینې کودتا مخه ونیول شوه


امرالله صالح د امریکا غږ د خبریالې ښایسته سعادت لامع پوښتنو ته ځوابونه وایي
امرالله صالح د امریکا غږ د خبریالې ښایسته سعادت لامع پوښتنو ته ځوابونه وایي

د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د محمد اشرف غني لومړی مرستیال، امرالله صالح وایي د انتخاباتو نه وړاندې د "سپینې کودتا" لپاره هڅې روانې وي او د مخنیوي لپاره یې ډیر وخت مصرف شو.

ښاغلي صالح د امریکا غږ د خبریالې ښایسته سعادت لامع سره په ځانګړې مرکه کې دا نه ویل چې چا د کودتا هڅې کولې خو یو شمیر پخوانیو چارواکو چې جهادي مشران هم پکې شامل دي، د انتخاباتو نه وړاندې یې پدې ټینګار کاوه چې انتخابات دې نه کیږي.

امرالله صالح وویل "د انتخاباتو نه دوه یا درې میاشتې وړاندې آوازې، اندیښنې، دسیسې او ګنګوسې کیدې چې انتخابات ونشي، وځڼدول شي او حتی دا چې د اساسي قانون په وړاندې کودتا وشي. زمونږ ډیر وخت پدې مصرف شو چې د سپینې کودتا مخه ونیسو او دا توطیې شنډې کړو. "

پدې انتخاباتو کې د خپل ټیم (دولت جوړونکی ټیم) د بري په هکله ښاغلي صالح وویل "کوم معلومات چي مونږ ته په لاس راغلي، ښیي چې د ۶۰ نه نیولې تر ۷۰ په سلو کې خلکو مونږ ته رایې راکړیدي." ښاغلي صالح د دې تر څنګ وویل چې انتظار کوي د انتخاباتو کمیسیون دغه رقم په رسمي ډول اعلان کړي.

امرالله صالح دا ومنله چې د ۲۰۱۴ کال په پرتله دا ځل د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ډیرو خلکو ګډون نه و کړی خو د افغان ولس نه یې خوښي وښوده چې د "ستري پروسې" ملاتړ یې وکړ.

په انتخاباتو کې یو شمیر نورو ټیمونو د انتخاباتو د پیل نه لا ډیر وخت نه و تیر چې د درغلیو او ټګیو برګیو ادعاګانې یې وکړلې خو د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون د ټولو کاندیدانو نه غوښتي چې د وخت نه مخکې دې وړاندوینې نکوي او نه دې هم بې ځایه ادعاګانې کوي.

ملګرو ملتونو او د انتخاباتو د ملاتړ سازمانونو هم د کاندیدانو نه غوښتي چې د انتخاباتو د نتیجو په برخې کې دې ستونزې نه پیدا کوي.

اروپایي اتحادیې، آسټرالیا، سویډن، آلمان، جاپان، برتانیا، امریکا، ناټو ا یوناما هم د کاندیانو نه غوښتي چې د رای ورکولو، شمارلو، نتیاجو د اعلان او د شکایتونو د ثبت او څیړلو په کارونو کې مداخله نکوي.

د امرالله صالح مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:12:39 0:00

XS
SM
MD
LG