د لاس رسي وړ اتصالات

امرالله صالح استعفا وکړه


ده د خپلې استعغا دلیل نه دی ښودلی
ده د خپلې استعغا دلیل نه دی ښودلی

په لوړ پوړيو پوځي ګمارنو کې د دولت وزیر امرالله صالح له دندې استعفا وکړه.

ښاغلي صالح خپله استعفا په خپل فیسبوک کې اعلان کړې ده. نوموړي هیله ښودلې ده چې د افغانستان دولت په دفاعي چارو کې ژور اصلاحات راولي.

هغه خپله استعفا د ولسمشر او اجرایي رئیس په نامه لیکلې ده. ده د خپلې استعفا علت نه دی ښودلی. خو ویلي یې دې چې وروسته به یې دلایل روښانه کړي.

ښاغلی صالح د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر دی او د پاکستان ضد په څرګندونو باندې هم مشهور دی.

پر فیسبوک د هغه د استعفا له اعلان وروسته د هغه ګڼو پلویانو دا پرېکړه ستایلې ده، خو له نوموړي یې غوښتي چې د خپلې استعفا دلیل هم وښيي.

ولسمشر غني د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۱۷ ښاغلی صالح پر دغه نوي پوست وګماره.

امرالله صالح د زرغون بهیر په نامه ګوند مشر دی او د افغانستان د جمهوري ریاست په تېرو انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله ملاتړی و.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG