د افغان هاونډ د نسل دا ښکلې او خوش لباسه سپۍ چې سمانتا نومیږي، په انټرنېټ کې د فېشن په نړۍ کې ځانګړی شهرت موندلی دی.
سمانتا چې د سکاټلنډ په اېډنبرا ښار کې ژوند کوي، د خپلو اوږدو، ورېښمینو وېښتانو او ښکلیو جامو له امله په ټولنیزو رسنیو کې د حیواناتو د فېشن په نړۍ کې ځانګړی شهرت ترلاسه کړی دی.
سمانتا د خپلو ورېښمینوو دستمالونو، تورو عینکو، چرمي جامو او رنګارنګ نورو کالیو په اغوستلو سره ثابته کړې چې فېشن یوازې د انسانانو لپاره نه دی.
په دې وروستیو کې د سمانتا انځور د نړۍ په مشهورې مجلې «ووګ» کې هم خپور شو او لیدونکو یې ډیره ستاینه وکړه.
سمانتا د "afghanhoundinthecity" په نوم د انسټاګرام پاڼې اصلي څېره ده. دغه پاڼه د فېشن، طنز او ښاري ژوند په اړه مطالب خپروي. د سمانتا څښتنه بېټني پلوري، چې د دوو ماشومانو مور ده، ددې سپي جامې پخپله ټاکي او عکسونه یې اخلي.
بېټني دا سپی هغه مهال د سکاټلنډ د ابردین ښار له یو روزنیز مرکز څخه کور ته راوست چې یوازې درې میاشتې عمر یې درلود او نوم یې پرې سمانتا کېښود.
په پیل کې بېټني یوازې په سمانتا بېلابېلې جامې اغوستلې، عکسونه یې ورڅخه اخیستل او د عکاسۍ بېلابېلې زاویې یې تجربه کولې. خو ورو ورو دغو انځورونو ځانګړی سبک خپل کړ او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پام یې ځانته واړاوه.
بېټني وایي چې سمانتا ډیره مهربانه او له عادي سپیانو سره توپیر لري.
هغه جامې چې سمانتا اغوندي، د فېشن د مشهورو ډیزاینرانو له سبکونو الهام اخلي. بېټني زیاتره وخت له خپلې المارۍ څخه د سمانتا لپاره جامې غوره کوي او کله ناکله د دوهم لاس پلورنځیو څخه ورته کالي اخلي.
البته د سمانتا ښکلا یوازې په جامو پورې نه محدودېږي. ددې سپي اوږده وېښتان هم ډیرې پاملرنې ته اړتیا لري. بېټني هره ورځ شاوخوا ۳۰ دقیقې د سمانتا د وېښتانو ږمنځولو ته ځانګړي کوي او کله ناکله یې لمبوي هم.
سره له دې چې سمانتا په ټولنیزو رسنیو کې د یو خوش لباسه سپي په توګه شهرت موندلی، خو ورځنی ژوند یې ډېر ارام او عادي دی.
د سمانتا کیسه ښيي چې د لږ خلاقیت، ښه ذوق او پاملرنې په مرسته، حتی یو کورنی حیوان هم د ټولنیزو رسنیو په نړۍ کې په یوه مشهوره څېره بدلیدای شي.
فورم \ دبحث خونه