د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو د ننګرهار ولایت د فرهنګي چارو مشاور وژلی


تراوسه چا د ښاغلي خاکسار د وژل کېدو مسولیت نه دی اخیستی.
تراوسه چا د ښاغلي خاکسار د وژل کېدو مسولیت نه دی اخیستی.

دننګرهار ملي راډیو ټلویزیون خبریال او ددغه ولایت دوالي د فرهنګي مشاور محمد زبیر خاکسار مړی تېره شپه دسرخ رود ولسوالۍ په خرکلا سیمه کې موندل شوی دی .

خاکسار دتېرو دېرشو کلونو راهیسې په ملي ټلویزیون کې دخبریال او خپرونو دچلونکي په حیث دنده تر سره کوله .

دننګرهار دوالي ویاند عطاء الله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل،چې زبیر خاکسار تېر ماخستن په خپل موټر کې په ډزو وژل شوی دی.

نوموړی وايي تر اوسه مالومه نه ده،چې هغه چرته او څه پسې دغه ولسوالۍ ته ورغلی ،خو په دې اړه یې پلټنې پیل کړي،چې چا او ولې وژلی دی.

دننګرهار دملي راډیو ټلویزیون رییس انجنیر زلمي امریکا غږ ته وویل،چې ددوی معلومات ښیي،چې خاکسار دیوه ملګري کور ته ورغلی و او بېرته پر لاره و،چې په خپل موټر کې په توپانچه لګېدلی او وژل شوی دی .

نوموړی وايي:"خاکسار صیب دتېرو دېرشو کلونو راهیسې دننګرهار له ملي ټلویزیون سره خبریال و او اوس مهال دهنر دبرخې مسول".

نوموړي زیاته کړه،چې حکومت دې دخاکسار دوژنې قضیې په څېړنه کې جدي هڅې وکړي او دخاکسار وژونکي دې دقانون منګولو ته وسپاري.

محمد زیبر خاکسار د پښتو ادبیاتو پوهنځی لوستلی و.

دهغه ملګری او خبریال محمد اصف شینواري امریکا غږ ته وویل،چې حکومت دې ژر تر ژره دخاکسار وژنکي پیدا او دقانون منګولو ته دې وسپاري.

تر اوسه دخاکسار دوژنې پړه چا په غاړه نه ده اخیستی .

په دې وروستیو کې خبریالانو ته ګواښونه زیات شوي دي، خو دا لامعلومه نه ده چې خاکسار چا وژلی دی.

د افغان خپلواکوخبریالانو ټولنې او د افغانستان اجرائیه رئیس د محمد زبیر خاکستار وژل په سختو ټکو غندلي دي.

د افغان خپلواکوخبریالانو ټولنې رئیس رحیم الله سمندر په یو بیان کې ویلي چې محمد زبیر خاکستار د دغې ټولنې غړی وو.

ښاغلي سمندر افغان امنیتي اداروڅخه په چټکه توګه د خاکسار د وزلو د پیښې پلټنې غوښته کړې ده.

همداشان د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په یو بیان کې د محمد زبیر خاکسار د وژل په سختو ټکو غندلي او د هغه وژل یې یوه لویه ضایعه بللې ده.

دا پیښه وروسته له هغې چې لس ورځې وړاندې په کابل کې د طلوع ټلویزیون او موبي ګروپ دکارنکو پر موټر ځانمرګی بریدوشواو په ترڅ کې یې اته تنه ووژل شول او دیرش نور ټپیان شول د یو خبریال د وژلو لومړۍ پیښه ده.

تراوسه کومې ډلې په محمد زبیر خاکسار باندې د برید مسولیت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG