په یمن کې حوثي اروپکي وایي چې د جمعې او شنبې په ورځو د هوایي بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۵ کسان وژل شوي او په لس ګونه نور ټپیان دي.
د حوثي اورپکو تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت چارواکو ویلي دي چې د شنبې ورځې (نومبر اوومې) په بریدونو کې چې په وینا یې صنعا ته نږدې شوي لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د یاد وزارت ویاند انیس الاصبحي اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې ددې بریدونو ډیر قربانیانو ښځې او ماشومان دي.
الاصبحي سعودي عربستان ددغو بریدونو مسوول بللی خو اسوشیټد پرس ویلي نشي کولی دغه ادعاوي په خپلواک ډول تایید کړي.
د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزارت ددې راپور د خپریدو پورې د یاد آژانس پوښتنې ته ځواب نه وو ورکړی.
الاصبحي زیات کړې ده چې یو شمیر ملکي وګړي لا هم د نړیدلو کورونو لاندې بند پاتې دي. نوموړی وایي دا بریدونه هغه مهال وشول چې مرسته رسونکي د ویجاړیو لاندې د بندو کسانو په رایستلو بوخت وو.
د حثویانو اړوند المسیره ټلویزیون کې په خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري چې ماشومان روغتونونو ته لیږدول کیږي.
دا برید په داسې حال کې کیږي چې د جمعې په ورځ نومبر شپږمه د یمن په جنوب کې پر یو بازار په هوایي برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل شول.
د یمن حوثیان او د یاد هیواد د حکومت پورې تړلي پوځیان چې د سعودي عربستان ملاتړ ورسره دی، یو بل ددې برید مسوول بولي.
دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ویاند د شنبې په ورځ وویل هغه کروز مزایل چې حوثي اورپکو د ریاض په طرف توغولی وو، شنډ او له منځه وړی دی.
تر دې وړاندې هم د سعودي عربستان رسنیو د ریاض په سیمه کې د یوه ډرون د شنډولو خبر ورکړی وو خو دا یې نه وه څرګنده کړې چې کومې ډلې دا ډرون توغولی وو.
فورم \ دبحث خونه