د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې چاودنې ۳ ملکیان وژلي او ۱۹ نور یې ټپيان کړي


ولايتي چارواکي وايي، چې د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې يوې بمي چاودنې لږ تر لږه درې ملکيان وژلي او نږدې شل نور يې ټپيان کړي دي.

د پکتيکا د والي وياند محمد الرحمن اياز امريکاغږ ته وويل، چې چاودېدونکي مواد په يوه موټر سايکل کې ځای پرځای شوي وو او نن غرمه شاوخوا يولس بجې يې د ولسوالۍ په ښارګوټي د خلکو په ګڼه ګوڼه کې چاودنه کړې ده.

اياز زياته کړه، چې تر اوسه يو ماشوم او دوه سړي وژل شوي او ۱۹ نور ملکيان ټپيان دي.

هغه وويل، چې په ټپيانو کې زياتره تنکي ځوانان دي او د درملنې لپاره د خيرکوټ روغتيايي مرکز او همدارنګه د مرکز ښرنې ولايتي ملکي روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي وضعيت ښه ښودل شوی دی.

تر اوسه د پېښې اصلي انګيزه نه ده معلومه شوې او نه هم په ياده پېښه کې د نظاميانو د مرګ ژوبلې په اړه څه کوم راپور ورکړل شوی دی.

خو ولايتي چارواکي وايي، چې پوليسو د بريد په اړه له مخکې اطلاع ترلاسه کړې وه، مګر مخکې له دې چې پوليس يې ومومي، چاودېدونکو موادو ته د ريموټ په وسيله چاودنه ور کړل شوې ده.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه کوم څه ويلي دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG