د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار دشت برچې کې په یو تعلیمي مرکز کې چاودنې لسګونه تنه مړه او ټپیان کړي


تصویر د نننۍ پېښې نه دی
تصویر د نننۍ پېښې نه دی

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دشت برچې په سیمه کې په یو تعلیمي مرکز کې په چاودنه کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور خبریالانو ته ویلي، چې نن د جمعې په ورځ سپټمبر ۳۰ ( تلې ۸) اوه بجې د کابل ښار د دیارلسمې امنیني حوزې اړوند د دشت برچې په سیمه کې د کاج په نوم په یو تعلیمي مرکز کې د امادګۍ ازمایښتي ازموینې د اخیستلو پر مهال چاودنه شوې، چې په کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي ټکور وویل " له بده مرغه لومړني معلومات داښيي، چې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي...د تعلیمي مرکزونو څخه تمه لرو چې تل د خپلو ځانګړو پروګرامونو پر مهال امنیتي حوزې خبرې کړي".

ښاغلي ټکور په د چاودنې د نوعیت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

د کاج تعلیمي مرکز یوې منبع د امریکاغږ ته وویل چې د دې برید د مړو شمیر ۳۰ ته لوړ شوی دی. پدې ترڅ کې د ایمزجنسي روغتون منابعو ویلي چې دوی ته ۲۲ تنه د پیښې له ځایه انتقال شوي چې اکثر د ۱۸ او ۲۵ کالونو ترمنځ ښځینه ټپیانې دي.

د کاج تعلیمي مرکز یو مسول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي دمخه امریکا غږ ته ویلي وو چې په دغه چاودنه کې د لومړنیو معلوماتو پر اساس ۲۵ تنه وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

ددغه مرکز مسول وویل،چې د پیښې اکثره قربانیان نجونې دي. هغه وویل چاودنه د ازموینې د اخیستلوپه تالار کې دننه شوې ده.

د کاج د مرکز څو تنو زده کوونکو سیمه یزو رسنیو ته ویلي، چې یو ځانمرګي بریدګر د کانکور د ازموینې پر مهال د هغې لارې د ازموینې ځای ته ننوت چې د نجونو لپاره ځانګړې شوې وه.

دغو زده کوونکو ویلي، چې دغه بریدګر د نجونو لپاره په ځانګړې شوې برخه کې ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

عیني شاهدانو د وینا له مخې د چاودنې پر مهال تر ۴۰۰ پورې زده کوونکي د ازموینې په ځای کې و. خو د کورنیو چارو وزارت لا د چاودنې د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي.

تراوسه ددغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ترې دې مخکې هم په دغې سیمې کې ځینې چاودنې شوې وې او د اکثریت چاودنو مسئولیت د داعش-خراسان ډلې په غاړه اخیستی دی.

د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ راهېسې، چې طالبان په افغانستان کې بیا واکمن شوي دي، د داعش ډلې په هزاره افغانانو باندې د لږ تر لږه ۱۳ بریدونو مسئولیت منلی دی او په دریو نورو کې دا ډله دخیله ګڼل شوې ده.

کاج تعلیمي مرکز کې چاودنې ته غبرګونونه

د کابل په لویدیځ کې د کاج په تعلیمي مرکز کې د جمعې د ورځې د سهار چاودنې ته د افغانستان په دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه پیښه یو لوی وحشت بللی او دا برید یې په سختو ټکو غندلې دی.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په یوه اعلامیه کې د کاج په تعلیمي مرکز برید په سختو ټکو غندلی او دا برید یې د ټولو اسلامي او انساني اصولو او ارزښتونو په خلاف عمل بللی دی.

ښاغلي کرزي دا برید د افغانستان د ترقۍ او پرمختګ د دښمنانانو څرګنده دسیسه بللې او ویلي دي چې دا د هیواد د ابادۍ لپاره د افغان ځوانانو د راسخ عزم څخه د ویرې څرګندونه هم کوي.

حامد کرزي په دغه اعلامیه کې د مصیبتونو څخه د خلاصون لپاره د افغانانو ترمنځ په ملي ډیالوګ باندې هم ټینګار کړی دی.

د افغانستان د ملي پخلاینې د پخوانۍ عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم دا برید په سختو ټکو غندلی دی. ښاغلي عبدالله د خپل ټویټر په پاڼه دد غه برید د غندنې ترڅنګ د پیښې له قربانیانو سره خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، یونیسف، په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت او د برتانیې سفارت د کابل ښار په لویدیځ کې د کاج تعلیمي مرکز کې دننه د جمعې د سهار چاودنه په سختو ټکو سره غندلې ده او ددغې پیښې د قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

یوناما د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو په لړ کې کابل کې نن یوه بله چاودنه شوې ده، "د هزارګانو او شعیه ګانو په سیمه کې په دې ظالمانه برید کې ډیر ملکي تلفات پیښ شوي دي. د ملګروملتونو ادارې دا جنایت غندي او هغوی چې د پیښې له امله د غم په ټغر ناست دي ورسره ژوره خواخوږي څرګندوي".

افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ ددې پیښې په اړه د خپل ټویټر په پاڼه لیکي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې هم په همدې ځای کې د داعش وسله والو له خوا برید شوی و.

ښاغلي بنټ ویلي: "هزارګانو او شعیه ګانو او د هغوی په روزنیزو مرکزونو بریدونه باید پای ته ورسیږي. د افغانستان پر راتلوونکي او نړیوال جنایت دې بند کړئ".

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" هم د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې د کاج په تعلیمي مرکز باندې برید ورته ټکان ورکړی دی.

یونیسف ویلي چې دغه ناوړه برید د ډیرو نجونو او هلکانو ژوند اخیستی او ډیر نور یې سخت ټپیان کړي دي: "د تعلیمي مرکزونو شاوخوا ته تاوتریخوالي هیڅکله هم د منلو نه دي. داسې ځایونه باید د سولې مرکزونه وي چې په کې ماشومان زده کړې وکړی شي او د خپلو ملګرو سره اوسي، د امنیت احساس وکړي او د خپلې راتلوونکي لپاره مهارتونه حاصل کړي".

یونیسف ویلي چې ماشومان او تنکي ځوانان باید هیڅکله د تاوتریخوالي هدف نه اوسي. یونیسف په دغه اعلامیه کې یو ځل بیا په افغانستان کې ټولو ښکیلو خواو ته یادونه کړې، چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ساتنې ډاډ دې ورکړي،

په دوحه کې افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شاردافیرې کارن ډکر هم د خپل ټویټر په پاڼه دا پیښه په کلکه غندلې ده او د پیښې د قربانیانو د کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

میرمن ډکر ویلي: "له زده کوونکو څخه ډک ټولګي په نښه کول چې په ازموینو بوخت وي یو شرمناک عمل دی. ټول زده کوونکي باید په آرامه فضا کې له ویرې پرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي". همداشان میرمن ډکر ویلي چې په دې پېښه کې ټپيانو ته د عاجلې روغتيا هيله کوي او له هغو کسانو سره خپله خواخوږي او خواشیني څرګندوو چې په برید کې یې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.

افغانستان لپاره د برتانیا شاردافیر هوګو شارټر هم د خپل ټویټر په پاڼه دا پیښه غندلې ده او ویلي دي، چې ټولنې کې د اوسیدونکو ساتنه د هغو وظیفه ده چې په واک کې دي.

ښاغلي شارټر ویلي: "بله جمعه او افغانستان کې د تروریست بل ظلم. د بې ګناه زده کوونکو او لمونځ کوونکو وژل د ټولو دیني اصولو پر خلاف یو د کرکې ډک عمل پرته بل څه نه دي. په ټولنه کې د اوسیدونکو ساتنه د هغو کسانو وظیفه ده چې په واک کې دي". د برتانیې شاردافیر دددې پیښې د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

کابل کې د ایران سفارت هم د خپل ټویټر په پانه د کاج په تعلیمي مرکز د جمعې د ورځې تروریستي برید په کلکه غندلی دی.

XS
SM
MD
LG