د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې د واده په مراسمو کې چاودنې ۶ تنه وژلي


په افغانستان کې د ودونو پر غونډو باندې بریدونه تر ډیره د کورنیو شخړو له امله ترسره کیږي.
په افغانستان کې د ودونو پر غونډو باندې بریدونه تر ډیره د کورنیو شخړو له امله ترسره کیږي.

د لوګر چارواکي وايي چېتیره شپه (تلې ۲۰ مه) د دغه ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د يوې بمي چاودنې له کبله ۶ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

د محمد آغې ولسوال نور محمد عبيدي امريکاغږ اشنا راډيو ته وويل، چې دغه بمي چاودنه تېره شپه د دغې ولسوالۍ د سفېد سنګ په سيمه کې په يوه کور کې د واده په مراسمو کې شوې ده.

نوموړي وويل چې دوی ته د رسېدولو معلوماتو له مخې ويل کېږي چې پېښه د شخصي دښمنۍ پراساس رامنځته شوې او په وژل شويو او ټپيانو کې کوربانه او ميلمانه دواړه شامل دي.

په همدې حال کې د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي امريکاغږ ته وويل چې تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نيول شوي نه دي، خو امنيتي ارګانونو خپل جدي تحقيقات پيل کړي دي.

وسله والو طالبانو او يا هم کومې بلې وسله والې ډلې هم ددې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو چارواکي وايي چې دغې کورنۍ شخصي دښمني درلوده او ښايي لامل يې همدا وي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG