د لاس رسي وړ اتصالات

د شاهي دورې یو پخوانی موټر ملي موزیم ته وسپارل شو


دغه موټر له تېرو څو لسیزو راپدېخوا د یوه پخواني جهادي قوماندان سعید خان صوفي زاده لخوا ساتل کېده.

دغه جهادي قوماندان د یاد تاریخي موټر سپارلو پرمهال وویل چې دغه موټر د کورنیو جنګونو پرمهال د یو شمېر کسانو لخوا له افغانستان څخه بهر ایستل کېدی چې نوموړي راګرځولی او پنجشیر ولایت ته انتقال کړی و.

هغه وویل:"د مجاهدینو تر بریالیتوب یوه ورځ وروسته مجاهدین چې د کابل ښار په دسپیچري کې امنیت نیولی و، یو موټر پیدا کړ چې له نورو موټرو سره یې فرق درلود د دغه موټر د انتقال مخه مې ونیول او دا چې په هېواد کې موزیم نه و له ځان سره مې یو وړ او له هغه څخه مې ساتنه کول."​

د دغه موټر د سپارلو مراسمو کې د ملي یووالي حکومت لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی و.

دغه موټر اویا کاله وړاندې افغانستان ته راوړل شوی دی
دغه موټر اویا کاله وړاندې افغانستان ته راوړل شوی دی

​د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ملي موزیم ته د دغه موټر د سپارلو پرمهال وویل چې یاد موټر اویا کاله مخکې افغانستان ته راوړل شوی و.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وویل چې دغه موټر په سمه توګه ساتل شوی او «سلف او سویج» دی.

هغه زیاته کړه: "نور هغه کسان چې د هېواد تاریخي اثار ورسره وي، راشي‌ او قدم وړاندي کړي او د افغانستان د ملي موزیم په غني کولو کې خپل برخه ادا کړي."

ډاکټر عبدالله وویل چې دغه موټر سلف او سویچ دی
ډاکټر عبدالله وویل چې دغه موټر سلف او سویچ دی

د افغانستان د طلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال رسول باوري د دغه وزارت په استازیتوب له قوماندان سعید خان صوفي زاده څخه مننه وکړه چې د هېواد یو تاریخي ارزښت یې ملي موزیم ته وسپاری.

په افغانستان کې د کورنیو جګړو پرمهال او تر هغه را وروسته د افغانستان ګڼ تاریخي اثار له هېواد څخه بهر قاچاق شول چې لرغون پوهان یې د هېواد لپاره یوه لویه ضایعه بولي.

د افغانستان د ملي موزیم مسؤلین وايي چې دا مهال د غازي امان الله خان د دورې درې عرادې موټر، او څلور عرادې «ګاډۍ» په ملي موزیم کې موجود دي چې له فعالیت څخه لوېدلي دي.

XS
SM
MD
LG